یونېسف وايي زرګونه افغان ماشومان یې چې ایران ته تللي وو بېرته له کورنیو سره یو ځای کړي

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف وايي، په زرګونه هغه افغان ماشومان یې بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي چې د ښه ژوند په هیله ایران ته تللي وو.

یونېسف په دې اړه تفصیل نه دی ورکړی چې دا کسان یې کله او څنګه کورنیو ته سپارلي، خو د راپورونو له مخې لوی شمېر افغانان د خراب اقتصادي حالت له امله ان خپل کم عمره هلکان هم ایران ته د مزدورۍ یا له هغه ځایه بل هېواد ته د تللو لپاره استوي، چې د هغوی له ډلې ډېر یې هلته بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کېږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف مسوولین وايي، په ۲۰۲۳ کال کې یې نژدې ۱۴ زره افغان ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

یونېسف پر خپله اېکس پاڼه د مطیع الله نومي یوه ۱۲ کلن افغان ماشوم له تصویر سره لیکلي، چې ایران ته په سفر کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی. خپله مطیع الله هم ویلي، چې تر ساعتونو، ساعتونو پورې یې په دښتو کې پلي مزلونه وکړل او هلته بیا له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو.

نونېسف له کورنیو سره د یو ځای شویو افغان ماشومانو په هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي. په افغانستان کې د لږ کاري فرصتونو او ناتوانه اقتصادي وضعیت له کبله ګڼ شمېر افغان ځوانان ایران ته او یا هم د ایران له لارې ترکیې او بیا نورو هېوادونو ته د تلو هڅې کوي. ګڼ شمېر دغه ځوانانو بیا د غیر قانوني لارو له کړاونو ستړي ستومانه او ناهیلي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هممهاله د افغانستان ګاونډیو ایران او پاکستان د افغان کډوالو شړلو لړۍ هم روانه کړې ده. په همدې لړ کې لسګونه زره افغان کډوال له دې هېوادونو بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

که څه هم په پاکستان کې په دا وروستیو کې سیاسي بدلونونه رامنځته شول، خو د افغان کډوالو په هکله د دې هېواد په پالیسۍ کې د کوم نوي بدلون څرک لا هم نه لیدل کېږي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مدافع وکیله منیزه کاکړه، چې د ډېری نیول شویو افغان کډوالو د مدافع وکیلې په توګه یې کار کړی وايي: ''د افغان کډوالو په هکله د نوي حکومت دریځ تر اوسه نه دی څرګند شوی، د پي او ار کارتونو په هکله چې د مارچ میاشتې ۳۱نېټه یاده شوې وه، چې دا کارتونه به د اعتبار وړ وي، خو د مودې غځېدو په هکله یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.''

اغلې کاکړه وايي، تر اوسه پورې نه خو په پاکستان کې د مېشتو اسناد لرونکو کډوالو او نه هم د هغو کډوالو په هکله څه ویل شوي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د یادونې ده، چې تېر ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستان په اجباري توګه د هغو افغان کډوالو شړلو پرېکړه اعلان کړه، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، نو د هغه مهال موقت لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په ګډون ځینو پاکستاني چارواکو افغان کډوال په پاکستان کې په ناامنیو کې په لاس درلودلو تورن کړل.

دوی ان ځینې شمېرې هم یادولې، خو په افغانستان کې طالب چارواکو بیا تل دا خبره رد کړې او بې بنسټه یې بللې ده. په پاکستان کې د افغان کډوالو په هکله د پاکستان حکومت هغه پرېکړه د نړیوالو سازمانونو او ادارو له سخت غبرګون سره هم مخامخ شوې وه او له پاکستان حکومته یې غوښتي و، چې د افغان کډوالو ډله ییز نیول او پراخه ځورونه باید سملاسي ودروي.