تېره میاشت شاوخوا ۱۳۴ زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن رشید وايي، د روان کال د نوومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له ایران څخه شاوخوا ۱۳۴ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالب چارواکي وايي له دغه هېواده يو شمېر کډوال په خپله خوښه او ځينې په زوره بېرته افغانستان ته استول کېږي او يو شمېر بيا د ترکيې له پولې د تېرېدو په حال کې له نيول کېدو وروسته ايران او له هغه ځايه خپل هېواد استول کېږي.

ښاغلی رشید وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د ايستل شویو افغان کډوالو شمېر ۳۸۱ زرو ته رسېدلی دی.

نوموړی وايي، د دغه وزارت د شمېرو له مخې د نوومبر له لومړۍ نېټې راهیسې څه باندې ۲۴۴ زره له پاکستان، ۱۳۴ زره له ایران او دوه زره ۲۶۳ له ترکیې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو دغه چارواکی وايي، هغه کسان چې په زوره ایستل شوي له "ځورونې" سره مخامخ دي او وايي، وزارت هڅه کوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي ترڅو بېرته خپلو ولایتونو ته ستانه شي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر: د طالبانو حکومت له موږ سره دوه مخی چلند کوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې د پاکستان په "ترهګریزو بریدونو" کې ښکېل عناصر چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې کار اخلي، پاکستان ته وسپاري، دوه ګونې لوبه کوي او "دا مسله جدي نه ګڼي."

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړي په یوه خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وروستي برید یادونه وکړه چې وايي "له ځانمرګي بریدګر سره د افغانستان پېژندپاڼه" موندل شوې وه.

د طالبانو د حکومت چارواکو په ځلونو په دې برخه کې د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد ونه کارول شي.

ښاغلي اڅکزي زياته کړه، هغه افغان کډوال چې له پاسپورټ پرته او یوازې له پېژندپاڼو سره په دې هېواد کې ژوند کوي د پاکستان لپاره "امنیتي ګواښ" دی او وبه ایستل شي.

ښاغلي اڅکزي همدا راز ټینګار کړی، هېڅ افغان چې پاسپورټ یا ویزه ونه لري، پاکستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي او د پاکستان حکومت په دې تګلاره کلک ولاړ دی.

په دې وروستیو کې پاکستان هغو افغانانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د تورخم له لارې له ويزې او پاسپورټ پرته د عاجلې درملنې لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

تر دې مخکې د هوکړې له مخې افغان ناروغانو ته په استثنايي ډول له ویزې او پاسپورټ پرته د درملنې لپاره دې هېواد ته د ورتګ اجازه ورکول کېده.