اسرائیل: برمته شویو د ویشتل کېدو پرمهال سپین ټوکر لېږداوه

د خپرېدو وخت

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، هغو درو تنو یرغمل شويو چې په 'تېروتنه' په غزه کې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې وژل شوي وو، سپین بیرغ لېږداوه.

دغه چارواکي وویل چې دا "د ډزو د پیلولو لپاره زموږ د مقرراتو خلاف دی" او دا چې د پېښې په اړه څېړنې په "لوړې کچې" روانې دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي د دوی سرتېرو باور درلود چې دوی [یرغمل شوي] دوی ته "ګواښ" وو.

د یرغمل شويو کسانو نومونه یوتام هاییم (۲۸) کلن، سامر طلالقه (۲۲) کلن او ایلون شامریز (۲۶) کلن ښودل شوي.

پوځ په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه درې تنه د غزې په شمال کې د "شجاعیه" په ګاونډ کې د عملیاتو پر مهال د اسرائیلي پوځیانو په ډزو وژل شوي دي.

د اکټوبر په اومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو پر ښارونو د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ له بریدونو راهیسې تر سلو زیات یرغمل په غزه کې بند پاتې دي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ وویل چې دوی د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي او دوی "د دې غمیزې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواخوږي واستوله."

زیاتوي: "زموږ ملي دنده دا ده چې ورک شوي یرغمل ومومو او بېرته یې خپل هېواد ته وسپارو."

د پېښې له اعلان وروسته په تل ابیب کې په سلګونو مظاهره کوونکي سړکونو ته راووتل او په ښار کې یوې پوځي اډې ته ورغلل او له حکومته یې وغوښتل چې د پاتې یرغمل شویو بندیانو د خوشي کولو لپاره یوه موافقه لاسلیک کړي.

لاریون کوونکو شمې او بینرونه ورسره لېږدول چې پکې لیکل شوي وو: "هغوی خپلو کورنیو ته وسپارئ" او "اوس یرغمل تبادله کړئ."

د دریو یرغمل شویو جسدونه اسرائیل ته راستانه شوي او هلته د دوی د هویت د تایید لپاره ازموینې ترسره شوې.

یوتام هایم، چې د اکتوبر په اومه له "کفار عزة" څخه وتښتول شو، یو موسیقي غږوونکی و، له څارویو سره یې مینه درلوده او د ایټالوي خواړو چمتو کول یې خوښول.

د حماس د جنګیالیو د برید په ورځ، یوتام له خپلې کورنۍ سره په تیلیفون خبرې وکړې او هغوی ته یې په خپل کور کې د اور لګېدو خبر ورکړ او کله چې هغه د تازه هوا ننوتلو لپاره کړکۍ پرانیسته، هغه وتښتول شو.

مور یې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې کورنۍ یې هغه مهال اړیکه ونیوله چې هغه په خپل کور کې پټ و او بیا یې اړیکه پرې شوه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، دغه وژنه یوه "غمجنه تېروتنه" وه او امریکا نه پوهېږي چې دا عملیات څنګه وشول.

اسرائیلي چارواکو ویلي، چې د حماس د جنګیالیو په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۴۰ کسان یرغمل شوي، چې ځینې یې د لنډ مهاله اوربند په ترڅ کې خوشي شوي دي.

له بلې خوا د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو پوځ په خپلو پوځي عملیاتو کې تر اوسه له ۱۸۸۰۰ څخه زیات کسان وژلي او د ټپیانو شمېر یې ۵۰ زرو ته رسېدلی دی.