تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونه؛ طالبان وايي په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه "پاکستان" له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو هوايي بريدونه کړي دي.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې ويلي، چې يو بريد ځايي وخت د شپې ۱۲ بجې د خوست ګوربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سيمه کې شوی چې د ماشومانو په ګډون لس تنه ملکيان په کې وژل شوي دی.
د خوست ولايت د والي وياند مستغفر ګوربز بي بي سي ته ويلي، بريد د يوه افغان وګړي پر کور شوی چې په ترڅ کې یې نهه ماشومان او يوه مېرمن وژل شوي دي.
ذبيح الله مجاهد زياتوي چې د خوست سربېره په پکتیکا او کونړ ولايتونو کې هم بريدونه شوي چې په وینا یې څلور ولسي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
ښاغلي مجاهد پر ټوېټر د ځینو وژل شویو ماشومانو انځورونه خپاره کړي، چې وايي خوست کې د پاکستان په برید کې وژل شوي.
نوموړی زیاتوي، پر افغانستان دا برید "د حریم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی".
د مجاهد په وینا، پر خوست د پاکستان بریدونو کې نهو وژل شویو ماشومانو کې پنځه هلکان، څلور نجونې او یوه ښځه ده. برید پر یوه کور شوی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې "د پاکستاني پوځيانو دغه ډول جنایت نه يوازې دا چې کومه لاستهراوړنه نه ده، بلکې يو ځل بيا ثابته شوه چې د غلطو معلوماتو پر اساس اقدام د وضعيت له لا ترينگلتيااو د پاکستان د پوځي رژیم له رسوایې او ناکامي پرته بله پايله نه شي لرلای."
نوموړي ویلي د طالبانو حکومت دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.
د پاکستان حکومت تراوسه د دغه بريدونو او يا د ذبيح الله مجاهد خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
د کونړ ولايت د مرکز اسد اباد يوه اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي، د شپې ناوخته یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.
بيبيسي د کونړ ولایت له یوې سرچینې سره خبرې کړې دي چې ویلي یې دي د سې شنبې په سهار شاوخوا دوه بجې پر یوه کور د ډرون برید شوی دی.
د افغانستان په یادو درېيو ولايتونو کې په داسې حال کې بريدونه شوي چې تېره ورځ د خيبرپښتونخوا په پېښور کې د پاکستان سرحدي ځواکونو يا اېف سي پر مرکز وسله والو برید وکړ چې په ترڅ کې یې لږترلږه پنځه تنه ووژل شول.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلانېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ په ظاهرا له همدې کبله اړیکې ترینګلې شوې دي.
پاکستان د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې په کابل او پکتیکا کې هوايي بريدونه وکړل چې موخه یې د پاکستاني طالبانو په نښه کول ياد کړي وو.
طالبانو دغو بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او پوځي مرکزونو په بریدونو ځواب ورکړ.
د دواړو خواو ترمنځ نښتو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او له هغه راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ سودارګري په ټپه درېدلې ده.
د طالبانو حکومت او پاکستان وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. ورپسې استانبول کې په دویم پړاو خبرو کې یوازې د اوربند پر غځېدو سلا وشوه، خو د نورو اختلافونو حل لپاره درېیم پړاو مذاکرات ترسره شول چې هغه هم بې پایلې پایته ورسېدل.
پاکستان د طالبانو له حکومته غواړي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عمليات وکړي او دوی ته ليکلی ضمانت ورکړي چې په پاکستان کې به بريدونه نه ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت هم پر خپل دې دریځ ټینګ دی چې نه غواړي د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکېل شي او دا چې ټيټيپي او نورې وسله والې ډلې د پاکستان خپله مسله ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم تازه ویلي چې هېواد یې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی. نوموړي ویلي: "موږ د وروستیو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او ارامۍ د راوستلو هڅې کوو... موږ د دې موضوع په اړه د یوې سیمېیزې ناستې د جوړېدو هڅه هم کوو."
غبرګونونه
يو شمېر افغان سياستوالو د افغانستان پر خوست، پکتيکا او کونړ ولايتونو د پاکستان هوايي بريدونو ته غبرګونونه ښودلي دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ده په ټکو د پاکستان له خوا پر خوست، کونړ او پکتيکا هوايي بریدونه چې ماشومان او مېرمن په کې وژل شوي له ټولو نړيوالو اصولو خلاف کار بللی دی.
نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې له افغانستان سره پر نړيوالو اصولو او د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ اړیکې جوړې کړي او د ده په وينا د "دښمنانه پاليسيو له تکرارولو دې ډډه وکړي."
عبدالسلام ضعيف
د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال په پاکستان د دوی سفير عبدالسلام ضعيف هم د پاکستان بريدونه غندلي دي.
نوموړي پر اېکس خپاره کړي پوسټ کې ويلي، چې د پاکستان پوځ په داسې کړنو سره وښوده چې "د سولې لپاره لېوالتيا او وړتيا دواړه نلري، همدارنګه هغوی د پاکستان په ثبات او امنيت کې پاتې راغلي دي."
زلمی خليلزاد
د افغانستان سولې بهير لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خليلزاد په بريد کې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
نوموړي پر اېکس ليکلي چې، "د ملکي خلکو وژل او د لويې جګړې د رامنځته کېدو خطر لوړول د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل نه دی."
نوموړي زغم او ريښتونې ډېپلوماسي د ستونزو د حل تر ټولو ښه لار بللې ده.