له رفح د وګړو ايستلو لپاره د اسرائيلو پلان؛ امریکايي وايي بایډن ترې خبر نه دی

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو پوځ د غزې له سویلي ښار رفح څخه د فلسطیني ولسي وګړو د اېستلو پلان د حکومت، جنګي کابینې ته سپارلی دی.

دا وړاندیز وروسته له هغه شوی چې د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې د رفح په ښار کې د اټکل شوي یو نیم میلیون وګړو د وضعیت په اړه د نړیوالو له اندېښنې سره سره د پوځي بریدونو لپاره فشار راوړي.

ښاغلي نتانیاهو ټینګار وکړ، دا پوځي عملیات کولای شي چې د هغه هېواد په څو اونیو کې د حماس پر وړاندې "بشپړې بریا" ته ورسوي. نوموړي دا څرګندونې د هغه راپورونو تر خپرېدو وروسته کړي چې وايي، په پاریس کې نړیوال منځګړیتوب هڅه کوي، د جګړې د پای ته رسولو او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د مخابراتو په برخه کې د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي، امریکا، مصر، قطر او اسرائيل د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون او په غزه کې د موقت اوربند، د موافقې د عمومي شرایطو په اړه تفاهم ته رسېدلي دي.

ښاغلي سلیوان ویلي، خبرې لا هم روانې دي او قطر او مصر باید له حماس سره په غیر مستقیم ډول خبرې وکړي.

هغه دا هم وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له هغه پلانه خبر نه دی چې له رفح څخه د غزې نورو سیمو ته له یو میلیونه زیات فلسطینی کډوال لېږدوي.

د غزې ماشومان د خپلو کورنیو د ژغورلو لپاره د خوړو په لټه کې دي

غزه

د بي بي سي مشر خبریال فرګل کین په رفح کې د فلسطیني کډوالو له کمپه راپور ورکوي، چېرې چې ماشومان د خپلو کورنیو لپاره د خوړو د موندلو لپاره هڅې کوي.

هغه لیکي، په ځینو ځایونو کې یوازې ژوندي پاتې کېدل هغه څه دي چې یو هلک باید پرې وویاړي، دا لېرې ده چې هره ورځ د خوړو موندلو لپاره بهر ته لاړ شئ او خپله کورنۍ له لوږې وساتي.

۱۱ کلن محمد زرب هر سهار د غزې جنوبي ښار رفح ته د دې دندې ترسره کولو لپاره ځي.

هغه یو لویه پلاستیکي کڅوړه اخلي او ښوونځیو ته ځي، چې اوس د کډوالو په مرکزونو بدل شوي دي. د سړک غاړې لنډمهاله کمپونه چېرې چې خلک، که څه هم د اسرائیلو او غزې جګړې څخه د هغه د کورنۍ په څېر رنځېږي، خو ښايي د دغو پردیو ماشومانو د تغذیې لپاره یو څه ولري.

محمد دغه راز روغتونونو ته هم ځي، چې هره ګړۍ ټپيان ورته راوړل.

هغه وايي: "کله چې زه دا خواړه خپلې کورنۍ ته راوړم، دوی خوشحاله دي او موږ ټول یې یو ځای خورو." خو "کله ناکله زه تش لاس ځم او د خواشینۍاحساس کوم."

محمد د خپلې کورنۍ تر ټولو مشر ماشوم دی او له خپل مور، پلار او وروڼو سره له پلاستیک او ترپالونو جوړ شوي یوه کور کې ژوند کوي.

د هغه پلار، خالد، د رفح په شاوخوا کې ګرځي، د خپل لږ عاید سره د خپلې دوه میاشتنۍ لور، هویدا لپاره د ډایپرونو پېرودلو لپاره د عجيبو کارونو په لټه کې ګرځي.

د غزې په شمال کې د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي دي. یوې بریتانوي خیریه موسسې د غزې په شمالي برخه کې د یوه ډاکټر په حواله ویلي، د پام وړ شمېر ماشومان مړه شوي دي.

په غزه کې ولسي وګړي په داسې یوه ځای کې بند پاتې دي چې د جګړې او لوږې دواړو په لومو کې بند پاته دي.