تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان په ځینو اروپايي هېوادونو کې پر افغانانو وېزې بندې کړې دي
سرچینې وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوشمېر اروپايي هېوادونو کې خپلو ډیپلوماتیکو استازیو ته امر کړی چې افغانانو ته دې وېزې نه ورکوي.
په دې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په نامه دغو استازیو ته استول شوي برېښنالیک کې -چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی ویل شوي، چې افغانانو او افغان ټبرو وګړو ته دې د پاکستان وېزې نه ورکوي.
په اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهر خان بي بي سي ته وویل، پاکستان اروپايي هېوادونو کې افغانانو ته د وېزې ورکول تر نامالومې مودې ځنډولي دي.
طاهر خان وايي، په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت قوي سرچینو دا مکتوب تایید کړی او وايي چې دغه مکتوب د فبرورۍ پر اتمه نېټه بریتانیا، جرمني، فرانسه، بلجیم، ایرلنډ، اسپانیا، هالنډ او ځینو نورو هېوادونو کې د پاکستان سفارتونو او کونسلګریو ته استول شوی دی.
په یاد مکتوب کې د افغانانو لپاره د وېزو د بندېدو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو طاهر خان وايي، پاکستان ادعا کوي چې په شاوخوا ۱۶۰۰ جعلي اسنادو وېزې ورکړل شوې او په تېره نومبر کې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې، چې دا وېزې چېرې او څنګه ورکړل شوې دي.
طاهر خان وايي، که په جعلي اسنادو دا وېزې ورکړل شوې هم وي، مسؤلیت یې اسلام اباد کې د وېزو د پروسس بهیر او ادارې او د پاکستان سفارتونو او د وېزې غوښتنلیکونو اړوندو ادارو او بالاخره د پاکستان د کورنیو چارو وزات ته – چې د وېزې لپاره وروستۍ منظوري ورکوي، ورګرځي.
پاکستان له شاوخوا یو نیم کال راهیسې افغانستان کې د افغانانو لپاره پر وېزو محدودیتونه لګوي او بندې کړې یې دي چې ګڼ افغانان یې له لویو ستونزو سره مخامخ کړي.
یو شمېر هغه افغانان چې په اروپايي هېوادونو کې یې پنا اخیستې او د ځینو محدودیتونو له کبله مستقیماً افغانستان ته نه شي تللی، پاکستان ته له تګ وروسته د ځمکې له لارې افغانستان ته تلل.
هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي او هلته پاتې دي، د وېزو موده یې پوره شوې ده، غځول یې ډېر ورته ګران شوي دي.
طاهر خان وايي، په ۲۰۲۰ کال کې د عمران خان د واکمنۍ پرمهال پاکستان د افغانانو لپاره د لیبرال وېزو پالیسي اوس معطل (ځنډول) شوې ده.