د طالبانو لومړی وزیر: پاکستان دې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو لومړي وزیر په پاکستان کې د افغان کډوالو پر "بې عزته کېدلو" توندې نیوکې کړې او د پاکستان "واکمنو" ته يې د دغه کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ملا محمد حسن اخوند چې ډېره موده وروسته یې پر تلویزیون خبرې کولې، په یوه وینا کې د پاکستان له ملکي حکومت او پوځي ادارو په "کلکه" غوښتنه کړې چې افغانان "دې نور نه ځوروي" او کافي وخت دې ورکړي چې "په عزت سره" خپله بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي د پاکستان واکمنو ته ویلي، چې دا د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه پر اړیکو بد اغېز کوي او د پاکستان دغه ګام يې د "ټولو نورمونو او ټولو اصولو خلاف" وباله.

هغه پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې وویل، هغه چلند چې دوی له افغان کډوالو سره کوي "هېڅ قانون-که اسلامي دي، که بشري قوانین دي او که د ګاونډیتوب اصول دي" اجازه نه ورکوي.

هغه پاکستاني چارواکو ته دا هم وریاده کړه چې د ګاونډي هېواد په توګه "د خپل آینده فکر وکړي."

"که چېرې داسې وي چې دغه واکمنان چې که هغه ملکي دي او که نظاميان دي یا جنرال دي، که دوی له امارت سره مشکل لري نو مشکل خو په تفاهم او مذاکره او خبرو حلېږي. هره ستونزه چې لري خبرې به وکړي. خو که ته ستونزه له حکومت او امارت سره لرې خو زور یې هلته تر بېګناه مسلمانانو باسې، دا کوم عقل، منطق او تعقل دی؟ دا خو د ټولو نورمونو او اصولو خلاف دی."

دی وايي، دغو افغان کډوالو په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کې په سوله‌ييز ډول کار او زیار ایستلی خو نن د هغه په ټکو په "بې عزتۍ" بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي،"

د طالبانو لومړي وزیر په خپله ثبت شوې تلویزیوني وینا کې ویلي، له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې افغانانو ته کافي وخت ورکړي چې په عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي خپلو ټولو پوځي او ملکي ادارو ته هم امر کړی چې د دغو کډوالو د مرستې لپاره "ټول امکانات په کار واچوي."

خو د کډوالو شمېر ته په پام، داسې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت دې ستنېدونکو ټولو کډوالو ته رسېدنه وکړي.

پرون د طالبانو د حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند "ظلم" بللی و او پاکستان ته یې وریاده کړې وه " چې هر څه کوي، باید عواقب یې وسنجوي، دومره وکري چې بیا یې د رېبلو توان ولري."

هغه دا هم ویلي چې روان حالت "به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي کړي" او د ده په ټکو "حالت به ډېر خطرناک لوري ته بوځي."

کډوالو لپاره نوي لنډمهالي پنډغالي

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې په دې بهیر کې یوازې بې اسنادو کډوال افغانستان ته بېرته ستنوي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې په یوه بېړنۍ غونډه کې يې له دې وروسته يې افغانستان ته بېرته ستنېدونکې ښځې او ماشومان له بایومتریک او ثبت څخه معاف کړي او په تېره بیا تورخم کې یې خپلې آسانتیاوې زیاتې کړې.

هممهاله، پاکستان چارواکو نن (جمعه د 2023 د نومبر 3مه) په زوره ستنولو لپاره د لسګونو زرو افغانانو د راټولولو په موخه نوي پنډغالي جوړ کړي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې چارواکو ویلي چې په تورخم کې یې خپل امکانات درې برابره ډېر کړي او ژمنه يې کړې چې نور به بېرته ستنېدونکي په اوږده انتظار کې نه پاتې کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان له فدرالي حکومته هم د افغان کډوالو بېرته ستنولو لپاره په یوه ځانګړې غونډه کې مرسته غوښتې.

په پاکستان کې دننه هم د پاکستان د حکومت پر دغه چلند اعتراضونه کېږي. د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتون ملت پالو ګوندونو له خوا کاربندیز اعلان شوی دی.

دوی د هغه څه پر ضد د دې کاربندیز غږ کړی چې وايي چارواکو له افغان کډوالو سره ناروا چلند کاوه.

د ملتپالو ګوندونو غبرګونونه

د پښتنو ملتپالو ګوندونه په چمن کې ځایي قبایلو ته د پاسپورت او ویزې پر پرېکړه هم خوښ نه دي. د کاربندیز له امله د کوټې ډېر بازارونه نن جمعه تړلي وو.

د ملګرو ملتونو،‌ بښنې نړیوال سازمان او ګڼو خیریه ټولنې له غوښتنې سره سره، د پاکستان حکومت ویلي چې په پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیونه بې اسنادو افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.

د نومبر پر لومړۍ د دغې نېټې له پوره کېدو سره افغانستان ته د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې د ورستنېدونکو شمېر هم لسګونو زرو ته لوړ شو.

پاکستان کې پوليسو نن هغو سيمو کې د لټون او کلابندۍ عمليات کړي، چې افغانان په کې اوسېدل. که څه هم په اسلام آباد کې مېشت یو شمېر هغه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي او له دې وړاندې د اسنادو له لرلو سره سره پولیسو ځورولي وو، وايي د پاکستان کورنیو چارو وزارت ژمنه ورسره کړې چې دوی به نه ځورول کېږي.

دوی پر کرښه تر اوښتو مخکې په شپو ورځو ولاړ دي چې نه یوازې په سړه هوا کې په ښځو او ماشومانو یې سختي او ځور تېرېږي بلکه دا پر کډوالو مالي زیان هم تپي او سوداګري او پر دې لاره يې تګ راتګ هم سخت اغېزمن کړی.

د طالبانو حکومت په ننګرهار او کندهار دواړو کې دغو کډوالو ته موقتي پنډغالي جوړ کړي او هلته يې بایومتریک معلومات ثبتوي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکو وېډیوګانو کې هم ښکاري چط نادولتي مؤسسې، سوداګر او داوطلب خلک هم د دغو کډوالو لاسنیوي او هرکلي ته دغو سیمو ته ورغلي.