د امریکا ټاکنې او د جوبايډن ټاکنيزه مبارزه

د ویډیو تشریح، د امریکا ټاکنې او د جوبايډن ټاکنيزه مبارزه
د امریکا ټاکنې او د جوبايډن ټاکنيزه مبارزه
د خپرېدو وخت

امريکا کې د ولسمشر جو بايډن بيا ټاکنې مبارزه وروسته له هغه داسې ښکاري خنډونو سره مخامخ شوې، چې دی په کې په کورونا اخته شو، او د ټاکنيزو هلو ځلو له فعاليتونو يې وايست. سپينه ماڼۍ وايي ښاغلی بايډن، به ډېلاوېر کې خپل کور کې ځان ګوښی کړي، او له هماغه ځايه به خپل کار روان ساتي.

پر همدې مهال د جمهوريانو ملي غونډه کې د ډونلډ ټرمپ مبارزه د خپل مرستيال ملګري په توګه د جې ډي وانس غوراوي سره ځواکمنه شوې، چې اوس په رسمي ډول د مرستيال ولسمشر نوماند په توګه غوره شوی دی.

ښاغلي وانس مېلواوکي غونډه کې خوشاله ګډونوالو ته وينا کې د ولسمشر بايډن پر ډيموکراټانو او هغوی برید کاوه، چې ده د واشنګټن دننه فاسدان بلل. نن بېګا به ډونلډ ټرمپ د جمهوريانو غونډه کې په رسمي ډول د خپل ګوند له لوري نوماندي مني.

له تشخيص مخکې یې ولسمشر بايډن يوه ټلويزيوني مرکه کې لومړی ځل دې ته اشاره کړې، چې که ډاکټرانو یې ورته وويل، د ناروغۍ کوم حالت لري، له ټاکنيز بهير به لرې شي. دا راپور د بي بي سي شمالي امريکا خبریال ډېوېډ وېلېس رالېږلی دی.