ملګري ملتونه: له لبنانه به خپل سوله ساتي ځواکونه ونه باسو

د عکس سرچینه، Reuters
ملګري ملتونه وايي، د اسرائيلو له پرله پسې غوښتنو سره سره به د لبنان په سوېل کې سوله ساتي ځواکونه په خپلو مرکزونو کې پاتې شي.
د ملګرو ملتونو سوله ساتو عملیاتو مشر ژان پییر لاکروکس په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، د "یونیفیل" ځواک د ساتلو پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د هغو غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ لري، چې په دې ځواک کې د سرتېرو ونډه لري.
د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په کلکه ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړ چې د لبنان په سوېل کې له خپلو اډو ووځي، د هغه په وینا دا د حزب الله جنګیالیو ته انساني ډال برابروي.
خو ملګري ملتونه پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.
د دغو سوله ساتو د مشر په وینا، دا اړینه ده چې "نیلي سپر" په خپل ځای پاتې شي. دوی هغه دنده ترسره کوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا ورکړل شوې او له ملکي خلکو سره مرسته کوي.
اسرائیل استدلال کوي، چې ملګري ملتونه د حزب الله د تونلونو جوړولو او پولې ته نژدې، د توغندیو په څېر د وسلو ځای پرځای کولو په مخنیوي کې پاتې راغلي او دا له هغه تړونه سرغړونه ده، چې ۱۸ کاله مخکې ورسره هلته وروستۍ جګړه پای ته ورسېده.
ملګري ملتونه بیا وايي، د دوی دنده د ښکېلو خواوو ملاتړ دی، نه د تړون پلي کول.
دغه سازمان پر اسرائیلو تور لګوي چې په قصدي ډول د دوی اډې په نښه کوي، تېره اوونۍ یې پنځه سوله ساتونکي ټپیان شوي، خو دا تور د نتنیاهو لخوا رد شوی.
نتنیاهو تېره شپه ویلي، اسرائیل به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره پوره هڅه وکړي، خو د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته اړتیا ده چې له زیانمنونکې لارې ووځي.
په غزه او لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو دوام

د عکس سرچینه، Getty Images
بل پلو اسرائیلي دفاعي ځواکونه وايي، تېره ورځ یې د لبنان په سوېلي سیمو او غزې کې تر ۲۳۰ ډېر هدفونه په نښه کړي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په یوه بیان کې ویلي، دوی د لبنان په سوېل کې په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د حزب الله هدفونه په نښه کړي او "په لسګونو ترهګر یې له منځه یوړل".
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې، د اسرائیلو دفاعي ځواکونو "په پراخه کچه وسلې او تجهیزات موندلي چې پکې ټوپکونه، زغرې، مخابراتي وسایل، مهمات او نور شامل دي."
اسرائیل وايي، د غزې په شمال جبالیه کې د کډوالو کمپ شاوخوا کې عملیاتو ته دوام ورکوي.
په وروستیو ورځو کې د اسرائیلي توپچي ډزو کې هلته لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.





















