یوه ډېره نادره مرغۍ؛ نیمه ښځینه او نیمه نارینه

د خپرېدو وخت

د کولمبیا ډان میګیل په طبیعي بڼ کې چې په کومه ورځ د مرغیو پوه جان موریلو کوم مارغه ولید، بالکل بل ډول و.

په دې مرغۍ کې ډوه ډولونه سره یو ځای شوي،‌ خو یاد ګبین (عسل) خوړونکی مارغه د سارايي کلوروفانیس سپیزیا مارغانو له کورنۍ څخه دی.‌

د کېڼې ډډې بڼکه یې زرغون رنګه ده، چې په دې مارغانو کې دا د ښځینه وو څرګند رنګ دی او د ښۍ ډډې بڼکه یې اوبیز رنګ لري چې دا رنګ په دې مارغانو کې د نارینه وو رنګ دی.‌

موریلو له یوه بل مارغان پوه همېش سپنسر سره چې د نیوزیلنډ اوتاګو پوهنتون د حیواناتو پوه دی،‌ ددغه مارغه ځانګړتیاوې په ډاګه کړې دي.

پروفیسر سپنسر چې هغه وخت په رخصتۍ کولمبیا ته تللی و، بي بي سي ته وویل: "دا ډېر د حیرانتیا وړ خبره وه، زما نېکمرغي دا وه چې له جان سره مې د دغه مارغه د خاصیت کشفولو شرف په برخه شو."

دی وايي چې په مارغانو کې د نر او ښځې دواړه خواص موندل ډېر کم‌پېښه دي. په حقیقت کې دی پخپل وطن نیوزیلنډ کې دې ته ورته له کومې پې‍ښې سره هېڅ نه دی مخامخ شوی.

ډېر کمیاب حالت

دغه حالت ته چې په یوه ژوندي ژوي کې د نر او ښځې دواړه نښې وي (جیناندرومورفي دوه ګونی) حالت ویل کېږي.‌

پروفیسر سپنسر له جان موریلو او یوه بل لیکوال سره په ګډه د شاتو خوړونکي دغه مارغه په اړه د کولمبیا د مارغانو اړونده یوه مجله کې یوه مقاله هم خپره کړې ده.‌

دا پدیده په ګڼو ژوندیو ژوو کې مشهوره ده،‌ چې له جنسیتي اړخه دواړه نښې پکې وي.

خو یاده څېړنه او په دغو مارغانو کې پخپل ډول کې له ۱۰۰ کلونو راهیسې لومړنۍ هغه ده.

سپنسر له اوتاګو پوهنتون څخه په یوه بیان کې ویلي: "جیناندرومورفي هغه ډول حیوانات دي چې د نر او ښځې دواړو نښې او ځانګړتیاوې لري. د نرتابه نښه یې په یوه ډډه کې وي او د ښځولۍ علامه یې په بله ډډه کې. د مارغه هره ډډه نارینه او ښځینه کېدلی شي".

خو دا ډول کمیابه مارغه څنګه دې ژوند ته راځي؟

سپنسر بي بي سي ته وویل:‌ "د دوه جنسیته لرونکي مارغه بڼکه د نژدې حجرو (ژونکو) د رنګ پر ترکیب پورې اړه لري، نه په بدن کې د هورمون د ځینې توپیرونو له کبله".

دغه حالت عملا په حشراتو کې کشف شوی دی په تېره په بوراګانو، غڼیو،‌ لټکو او موږکانو کې.‌

څېړونکی وايي دا پدیده د ښځینه د حجرې د وېش پرمهال د تېروتنې له کبله رامنځ ته کېږي – هغه مهال چې هګرۍ تولیدوي-،‌ وروسته د دوو سپرمونو لخوا دوه ځله القاح کېږي."

۲۱ میاشتې څارنه

په ډام میګل طبیعي بڼ کې، چې پراخه ځنګل دی، د مارغانو د خوړو لپاره یو ځای جوړ کړل شو.

په نښه شوې مرغۍ ته هلته تازه مېوې او د نیشکر اوبه ورکړل شوې.

څېړونکي پخپله مقاله کې وايي "په دې طبیعي بڼ کې د مارغانو سره ګډې ګلې لیدل کېږي."

خو هغه مارغه چې دوی غوښتل خپله څېړنه پرې وکړي، ۲۱ میاشتې هلته و.‌