د پېښور حکیم جان چې قرنطین کې وږي مرغان مړوي

د خپرېدو وخت

اورېدلي به مو وي چې له هغه راهیسې کورونا وبا پیل شوې ده او انسانان یې په کور کړې دي، د نړۍ په هره سیمه کې وحشي ژوي او مرغان را وتلي. د بریتانیا د وېلز له ښارونو نیولې چې اوس پکې وزې په ازاده چکر وهي، د پېښور تر صدر بازار پورې. دغلته یوه ځايي پالوونکي دا څو کاله د مرغیو پالنه کوله. له کورونا وایرس سره هم د حکیم جان دا مرسته و نه درېده.