غزه کې جګړه: ملګري ملتونه وايي ناروغۍ په خپرېدو دي
غزه کې جګړه: ملګري ملتونه وايي ناروغۍ په خپرېدو دي
د خپرېدو وخت
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې سل فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې په جنوب کې په خان یونس کې د ټانکونو سختې ډزې او هوایي بریدونه شوي دي. د اسرائیلو له نویو ځمکنیو عملیاتو سره چې لسګونه زره خلک یې تېښتې ته اړ کړي، د ناروغیو د زیاتوالي رپوټونه او اندېښنې هم راپورته شوي دي.
ملګرو ملتونو شکایت کړی چې غزې ته د تلونکو مرستو اندازه کافي نه ده. اسرائیل ټینګار کوي چې مرستې دوی نه محدودوي او وايي ستونزه د مرستو په وېش کې ده.
زمونږ خبریاله شیما خلیل له بیت المقدس نور جزییات لري:



