کابل کې په نشه د روږدو ښځو راغونډولو کمپاین

کابل کې په نشه د روږدو ښځو راغونډولو کمپاین
د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ د کابل ۱۵۰ بستریز روغتون په ملګرتیا د کابل له بېلابېلو سیمو په نشه د روږدو ښځو راغونډول او درملل پیل کړي دي. دوی وايي، د یکشنبې په ګهیځ دې عملیاتو کې یې چې د شپږمې حوزې اړوند پل سوخته پله لاندې اته روږدې مېرمنې وموندې او روغتون ته یې ولېږدولې.