پښتونخوا کې د ماشومانو کار

د ویډیو تشریح، د یوه اټکل له مخې پاکستان کې ۲۶ میلیونه ماشومان زدکړې نه کوي
پښتونخوا کې د ماشومانو کار
د خپرېدو وخت

پاکستان کې اټکل ۲۶ ميليونه ماشومان زده کړې نه کوي، ډېر يې په کارونو بوخت دي.

خيبر پښتونخوا کې کارونو کې د ماشومانو بوختيا، يوه لويه ټولنيزه مسئله ده.

سره له دې چې د ماشومانو کارګومارنې پر وړاندې قانوني اډانه جوړه شوې، خو د ماشومانو کاري بوختياوو چاره د بېلابېلو لاملونو له مخې لا هم خپره ده.

بېوزلي د ماشومانو کاري بوختيا بنسټيز لامل بلل شوی، ځکه ډېرې کورنۍ پر هغو پيسو او عايداتو تکيه کوي، چې ماشومان یې ورته راوړي.

دغسې کورنيو کې ماشومان تل د کرنې، د خښتو بټيو او وړو کچې صنعتي چارو په څېر بېلابېلو برخو کې کارونو او بوختياوو ته اړ کېږي.

ډېر ماشومان د همدغو کاري بوختياوو له مخې له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.

ځينو ټولنو کې د بېوسۍ له امله کار ته د زده کړې پرتله لومړيتوب ورکول کېږي.

خيبر پښتونخوا کې تېرو دوو لسيزو کې د جګړو او ناراميو له امله سلګونه زره خلک بې کوره شوي او له خپلو مېنو کډې ته اړ شوي، چې امله یې ماشومان له ناچارۍ کارونو کې بوخت شوي دي.

رحمان الله خپل راپور کې خيبر پښتونخوا کې د کارګرو ماشومانو حالت ته کتنه کړې: