محکمې ډونلډ ټرمپ ته د يوې ليکوالې د نوم بدوالي قضيه کې د ۸۳ ميليونه ډالرو تاوان ورکولو امر کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته امر کړی چې د لیکوالې جین کارول د نوم بدوالي له امله ۸۳،۳ میلیونه ډالره جریمه پرې کړي. دغه قضیه په ۲۰۱۹ کال کې د نوموړي د ولسمشرۍ پر مهال شوې وه.
ښاغلی ټرمپ تر دې مخکې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د جین کارول د بدنامولو او پر هغې د جنسي ځورونې په تړاو پنځه میلیونه ډالره جریمه شوی و.
د جمعې په ورځ د محکمې پلاوي لخوا ورکړل شوې جریمه کې ۱۸.۳ میلیونه ډالر تاوان او ۶۵ میلیونه ډالر جریمه شامل دي.
دغه رقم له هغه ډېر دی چې د کارول وکيلانو يې غوښتنه کړې وه.
ښاغلي ټرمپ د محکمې دا پرېکړه "په بشپړ ډول بې ځايه" بللې او وايي پر ضد به يې اپيل وکړي.
د محکمې پلاوي چې اووه نارينه دوه مېرمنې په کې وې له شاوخوا دری ساعته بحث وروسته د جريمې لګولو پرېکړه وکړه.
ښاغلی ټرمپ به تاوان د هغه زیان له امله ورکوي چې د ده خبرو د اغلې کارول روغتیا او احساساتو ته اړولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
اغلې کارول په یوه بیان کې ويلي، "دا د ټولو ښځو لپاره چې له راپرځېدو وروسته بېرته جګېږي یوه لویه بریا ده، او د هر ځورونکي لپاره یوه لویه ماتې ده چې د ښځو د سپکاوي هڅه کوي."
د نوموړې وکيلې روبي کاپلن ويلي، "دا سزا ثابتوي چې زموږ په هېواد کې قانون پر هر چا مساوي عملي کېږي، که حتی هغه بډایه، مشهور، او پخواني ولسمشران هم وي."
ښاغلي ټرمپ په مکرر ډول هر ډول ناسمه کړنه رد کړې او وايي هېڅکله يې له مېرمن کارول سره نه دي لیدلي.
د محکمې له پرېکړې وروسته نوموړي په مستقیم ډول د اغلې کارول په اړه څه نه دي ويلي خو پر خپله ټولنیزه شبکه پر يوه پوست کې يې د قضيې پايلې غندلې دي
ښاغلي ټرمپ ويلي، "زموږ قانوني سیسټم له کنټروله بهر دی او د سیاسي وسیلې په توګه کارول کېږي. دوی د لومړي ترمیم ټول حقونه اخيستي. دا امریکا نه ده!"





















