تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوو امریکايي خویندو غزه کې اغېزمنو سره یو میلیون ډالر مرسته کړې
بېلا او جیجي حدید دوه امریکايي ماډلې دي چې تازه یې غزه کې اغېزمنو فلسطینیانو سره یو میلیون ډالر مرسته کړې.
د بېلا حدید یوه وکیل ویلي، دا پیسې هغو څلورو مرسته کوونکو بنسټونو ته په مساوي انداره ورکړل کېږي چې غزه کې اغېزمنو کورنیو، ښځو او ماشومانو ته مرستې رسوي.
د دې دوو خویندو پلار محمد انور حدید چې د جایدادونو برخه کې سوداګر دی تل یې غزه کې د اغېزمنو کورنیو ملاتړ کړی.
بېلا په می میاشت کې پر خپله انسټګرام پاڼه لیکلي و: "د فلسطیني وګړو پر وژنه او د نړۍ په کچه یې د همدردۍ پر نشتون خپه ده."
د هغې د کالیو عکسونه دوه اوونۍ مخکې خپاره شوي و، چې د کن فلم په جشنواره کې یې اغوستي و. کالي یې سور او سپین رنګ او فلسطینیانو ته ځانګړي شوي دستمال له رخت جوړ وو. دې عکسونو سره نوموړې لیکلي و: "د تاریخ د نندارې لپاره غوره لار، د مینې هڅه، انعطاف پذیري او له هر څه مهمه د فلسطیني تاریخ د ګلدوزې هنر" دی.
د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسه جیجي حدید پر انسټګرام لیکلي و: "زما ذهن او فکر ټولو هغو کسانو سره دی چې د دې نه توجیه وړ تراژیدۍ له امله غېزمن دي او هره ورځ بېګناه وګړي وژني چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي."
نوموړې زیاته کړې: "زه د فلسطینیانو مبارزو او تر اشغال لاندې ژوند سره همدردي لرم او له زړه ورته خپه یم، دا هغه مسولیت دی چې هره ورځ یې احساسوم. "
هغه څلور مرسته کوونکي بنسټونه چې د دې دوو خویندو مرستې به وروسپارل شي: "التیام فلسطین، د فلسطینې ماشومانو د مرستې صندوق، نړیوال مرکزي پخلنځی او اونروا چې د فلسطینې بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې بنسټ دی."
دا بنسټونه د خوړو او طبي توکو تر څنګ غزه کې بې ځایه شویو او اغېزمنو کورنیو ته رواني مرستې هم برابروي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د می پر ۳۱مه له حماس وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسېدو اړوند د اسرائیلو وړاندیز ومني. نوموړي ویلي: "د دې وخت رارسېدلی چې دا جګړه ختمه شي."
دا جګړه وروسته له غې پیل شوه چې حماس ډلې د اسرائیل پر جنوب برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۲ کسان یې یرغمل ونیول. له هغې وروسته اسرائیلو پر غزې ځوابي بریدونه پیل کړل.
د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د غزې تراړه کې د جګړې له پیل راهیسې ۳۶ زره کسان وژل شوي دي.