تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکيې هوايي کرښه افغانستان ته الوتنې پيلوي
د رپوټونو له مخې د ترکیې هوايي کرښه، ترکش اېیرلاینز به په دريو اوونیو کې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي.
د اېرو روټس وېبپاڼې په وينا د ترکيې هوايي کرښه به د مې مياشتې په ۲۱ مه کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.
دغه وېبپانه چې د نړۍ د بېلابېلو هوایي کرښو او سفرونو په اړه معلومات ورکوي وايي اوس په ترکش اېیرلاينز کې له استانبوله کابل ته د ټکټونو کړکۍ پرانيستې ده او په اوونۍ کې به څلور الوتنې ترسره کېږي.
اوسمهال يوازې څو نړيوالې کرښې افغانستان ته الوتنې لري چې خلک يې د ټکټونو له لوړې بيې شکايت کوي.
له بهره افغانستان ته پخوا هم د الوتکو ټکټونه ارزانه نه وو خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تر يوې مودې هېڅ نړيوالې کرښې الوتنې نه لرلې او اوس ټکټونه په منځنۍ کچه ګران دي.
هوايي کرښې اصلي لامل د بيمې لوړوالې بولي، وايي هغو سيمو ته چې د الوتکو د بيمې د نړيوالو شرکتونو له نظره تګ خوندي نه وي الوتکې يې په ګرانه بيه بيمه کوي.
خو د کارپوهانو په اند د ګڼو هوايي کرښو په نه فعاليت کې او د رقيب نه درلودو له فرصته ځينې هوايي کرښې ګټه پورته کوي او ټکټونه ګران پلوري.
اېرو روټز وايي د ترکش اېيرلاين الوتکې به سهار وختي له استانبوله کابل ته ځي او غرمه مهال به له کابله استانبول ته ستنېږي.
له استانبوله کابل ته د افغان کام اېير هوايي کرښې تر څنګ نورې الوتنې به مسافرو ته لا ډېره اسانتيا رامنځته کړي. ځکه له لوېدیځو هېوادونو افغانستان ته د تلونکو مسافرو لپاره دوبۍ او استانبول ښه ټرانزيټ هوايي ډګرونه دي چې ټکټونه يې هم مناسب وي.