ایران کې پر افغان کډوالو نوي بندیزونه؛ "۱۶ ولایتونو ته د تګ اجازه نه لري"

د خپرېدو وخت

د ایران د کرمانشاه ایالت د بهرنیو وګړو د کنترول عمومي مسول ویلي، "د ملي امنیت شورا لخوا نوې داسې تګلاره ورکړل شوې چې له مخې یې د دغه ولایت په ګډون د ایران په ۱۶ ولایتونو کې د افغانانو هستوګنه او کار روزګار منع اعلان شوی دی."

د بهرنیو وګړو اړوند چارو دغه مسول حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي "په دې هکله د سږ کال له پیله د بهرنیو وګړو د کنترول او څار اړوند اته بېلابېلې اجرایوي کړنلارې عملي شوي دي."

د ایران شرق نومې ورځپاڼې د هغو ولایتونو نومونه هم خپاره کړې چې پکې د افغانانو تګ راتګ او هستوګنه بنده شوې ده.

د یادې ورځپاڼې په حواله، د ایران په شرقي آذربایجان،غربي آذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال‌ وبختیاري، کهګیلویه‌ وبویراحمد، ګیلان، مازندران، سیستان‌وبلوچستان، هرمزګان او همدان هغه سیمې دي چې پکې د افغانانو هستوګنه او ګرځېدل منع شوې دي.

له دې وړاندې د ایران ملي شورا د کورني امنیت کمیسیون یوه غړي چې د ایران کورنۍ چارې هم څاري، ویلي "که د بهرنیو وګړو اړوند تګلاره اعلان شي، دا به ایرانیانو ته هم نوي مسوولیتونه ورکړي."

دغه کس ویلي، د دې طرحې له مخې به هغه ایرانیان هم د مجازات وړ وي چې بهرنیو وګړو له ډلې یې افغانانو ته کورونه یا کار ورکړی وي.

په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول ایران او پاکستان کې پر افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي او تر څنګ یې په زور خپل هېواد ته د ستنولو لړۍ هم چټکه شوې.

له عمومي حکومتي تګلارو ورها خوا، له تېرو دوه ورځو راهیسې د ایران په ځینو سیمو کې د افغانانو پر ضد غونډې او اعتراضونه هم شوې دي.

دا لاریونونه د ایران په یزد ښار کې د یوه ایراني له وژلو وروسته پیل شوي چې د رپوټونو پر بنسټ ادعا کېږي د کوم افغان لخوا وژل شوی.

د رپوټونو پر بنسټ، له دې پېښې وروسته د ایران د یزد ولایت یوې شورا د کډوالو په پنډغالو او هستوګنو سیمو کې د لا ډېرو محدودیتونو د وضع کولو غوښتنه بدرګه کوله.

سیمه ییزو چارواکو د حمله کونکي نوم او دا چې د کوم ځای دی معلومات نه دي ډاګیزه کړي، خو د ځينو رسنیو د رپوټونو پر بنسټ ادعا کېږي چې د چاقو بریدګر افغان و، که څه هم دا ادعا لا ثابته شوې نه ده.

له ایران او پاکستانه په زور د افغان کډوالو ستنول

د افغان کډوالو پر ضد د دغو نویو تګلارو له اعلان سره هم مهاله ایراني رسنیو ځینې داسې ویډيوګانې خپرې کړي چې ښيې یو شمېر ایرانیانو د افغان کډوالو د هستوګنې پر یوه سیمه برید کړی.

له دې مخکې د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو په سر هم اړیکې خړې پړې شوې دي، او څو میاشتې وړاندې خو ان ځینو ایرانیانو له خپل حکومته وغوښتل چې که افغان لوری اوبه نه ورکوي، دوی دې کډوالو ته نور په ایران کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي.

که څه هم دا د کډوالو پر وړاندې واضح دوه ګونۍ چلندبلل کېږي، خو تر اوسه یې په اړه ډېر غبرګونونه نشته.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې وړاندې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کړې خو ښکاري چې دا مهال نه یوازې د ښه چلند هیلې کمې شوې بلکې دغه دواړه هېوادونه د افغانانو پر وړاندې ورځ تر بلې شرایط او تګلارې سختوي.

په افغانستان کې له ساړه ژمي او بد اقتصادي وضعیت سره هم مهاله، دواړو هېوادونو سلګونه زره افغان کډوال اړ کړي چې بېرته خپل هېواد ته واوړي.

په نیمروز کې د ځايي طالب چارواکو له خولې، له ایرانه هره ورځ‌‌ په منځي ډول "د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ افغان کډوالو تر منځ‌" افغانستان ته ستنول کېږي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي لارو ځي.

د نړۍ والې ټولنې او طالب چارواکو له بیا بیا اندیښنو سره سره ایران او پاکستان د "کډوالو ضد پالیسیو" کې څه نرمي نه ده ښودلې.