خیبرپښتونخوا کې د اېم‌پاکس لومړۍ مثبته پېښه؛ خلک یې وېرولي دي

د ویډیو تشریح، خیبرپښتونخوا کې د اېم‌پاکس لومړنۍ مثبته پېښه
خیبرپښتونخوا کې د اېم‌پاکس لومړۍ مثبته پېښه؛ خلک یې وېرولي دي
د خپرېدو وخت

خيبر پښتونخوا کې وړمه ورځ د اېم‌پاکس مثبته پېښه ثبت شوې.

د اېم پاکس دا پېښه د مردان هغه سيمه کې ثبت شوې چې له کورونا وېروس وبا ترخه يادونه لري. خیبر پښتونخوا کې د کورونا لومړۍ پېښه هم د 'منګا درګۍ' په نوم همدغه کلي کې ثبت شوې وه.

اوس دغلته د اېم‌پاکس د ناروغۍ تشخېص په ټول کلي کې وېره خپره کړې ده.

خو د خيبر پښتونخوا روغتيايي چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د دغه ناروغ حالت ثابت دی.

افتخار خان پرې راپور لري.