تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له لبنانه د اسرائیلي لومړي وزیر پر کور ډرون ورتوغول شوی، بنیامین نتنیاهو په کور کې نه و
- Author, ټام بېنیت
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر مسوولین وايي، په قيساريا ساحلي ښارګوټي کې د لومړي وزیر د شخصي کور پر لور یو ډرون توغول شوی دی.
په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي:''لومړی وزیر او مېرمن یې په هغه ځای کې نه و او په دې پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي.''
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلي پوځ ویلي، د شنبې پر ورځ سهار وختي د لبنان له لوري درې ډرون توغول شوي وو، چې یو یې په قيساريا کې پر یوې ودانۍ لګېدلی دی.
اسرائیلي پوځ په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي، چې ایا دا ودانۍ د اسرائیل لومړي وزیر د کور برخه دی او که نه او دا یې هم نه دي ویلي، چې څومره زیان اوښتی دی.
له ځايي وخت سره سم ګهیځ اته بجې او ۱۹ دقیقې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) وویل: ''تېر یوه ساعت کې د لبنان له لوري درې ډرون هېواد ته دننه راغلي دي. له دې ډلې دوه یې په هوا کې له منځه وړل شوي، یو په قيساريا کې له یوې ودانۍ سره لګېدلی، هېڅوک نه دي ټپیان شوي.''
لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دوه شخصي کورونه کاروي، چې یو یې په قيساريا کې او بل یې په بیت المقدس کې دی. نوموړی د بیت المقدس په بیت اغیون کې هم وخت تېروي، چې د لومړي وزیر رسمي کور دی او په دا وروستیو کې یې د بیارغاونې چارې بشپړې شوې دي.
ای ډي ایف ځواکونه وايي، د شنبې پر ورځ تر اوسه پورې له لبنانه اسرائیل ته ۵۵ راکټونه ویشتل شوي دي. بل لور اسرائیل په لبنان کې پرلپسې پر هغو هدفونو بریدونه کوي، چې په وینا یې د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې اړوند دي.
د لبنان عامې روغتیا وزارت پر شنبه وویل، د پلازمېنې بیروت شمال ته په جونیح ښارګوټي کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسیحیان دي، د اسرائیلي بمبارۍ له کبله دوه کسان وژل شوي دي.
دا برید ځکه غیر معمولي بلل کېږي، چې اسرائیل تر اوسه پورې معمولاً هغه سیمې په نښه کړې، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعهګان دي او د حزبالله وسلهوال پکې شته.