کابل کې له امریکایي الوتکې د لوېدلیو کسانو هیلې څه وې؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر پلازمېنه کابل د طالبانو له کنټرول ترلاسه کولو یوه ورځ وروسته، ځینې افغانان چې په ناهیلۍ له هېواده د وتلو په لټه وو، د کابل په هوايي ډګر کې د یوې داسې امریکايۍ الوتکې پر اډانه پورې ونښتل چې د الوت په حال کې وه، خو 'په هوا کې' ترې وغورځېدل او مړه شول.

له هغې پېښې څلور کاله وروسته، د دوی کورنۍ لاهم د ناهیلۍ هغه شېبې ور په زړه کوي او هغه غمونه ګالي چې دوی وايي، د رغېدو نه دي.

هغه انځورونه چې سلګونه کسان له یوې داسې پوځي الوتکې سره یو ځای منډې وهي او ځینو خو ان ځانونه ور پورې نښلولي وو، چې د الوتنې په حال کې وه، په ټوله نړۍ کې خپاره شول.

نورې ویډیوګانې په هوا کې له (سي - ۱۷) ډوله الوتکې څخه د ځینو کسانو د لوېدو شېبې ښيي.

له الوتکې څخه د لوېدلیو کسانو په ډله کې یو یې شفیع الله هوتک و.

هغه ۱۸ کلن و او د ډاکټر کېدو ارمان یې په زړه کې و، خو د زدکړو لپاره یې پیسې نه لرلې او اړ و سخت کارونه وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه، د طالبانو له خوا د کابل له نیولو یوه ورځ وروسته، هوتک له داسې اوازو سره مخامخ شو چې له شل کلنې جګړې وروسته وتونکي امریکایان تګ ته لېوال افغانان له ځان سره وړي.

ده د همدې ورځې په سهار په داسې حال کې چې ۵۰ افغانۍ یې په جیب کې وې، خپل مور او پلار ته وویل: "زه امریکا ته روان یم."

هوایی ډګر له هغو کورنیو ډک و چې هغه کاغذونه چې فکر یې کاوه په بېړه له وتونکو امریکایانو سره په وتلو کې به ور سره مرسته وکړي، په لاس کې وو.

د هغه مور زر بي بي هوتک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "شفیع الله یو ارمان لاره. هغه ویل که امریکا ته ورسېږي، زه به کار کول بس کړم او هغه به هر هغه څه جبران کړي چې موږ د ده لپاره کړي دي."

مېرمن هوتک زیاته کړې: "ما یې تذکره ور کړه او هغه لاړ. بیا خبر شوو چې هغه مړ شوی دی."

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د ناټو هېوادونو له خوا له ۱۲۰ زرو ډېر خلک اېستل شوي وو. په هغو کسانو کې ۲ زره هغه کسان هم وو چې له ناټو ځواکونو سره دندې درلودې یا یې همکاري کوله.

ور پسې میاشتو کې زرګونه نور کسان هم له افغانستانه ووتل.

د شفیع الله ۲۹ کلن ورور انتظار هوتک د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د طالبانو لومړنۍ دورې ته په اشاره سره وویل: "موږ د طالبانو د پخواني رژیم په اړه کیسې اورېدلې وې چې د اوړو موندل په کې اسانه خبره نه وه."

هغه زیاته کړې: "همدغه کیسې مو په ذهن کې وې؛ اندېښمن وو او فکر مو کاوه چې نور به 'دلته' کار نه وي."

د کابل په ختیځه سیمه کې چې دوی ژوند کوي، د چټلو اوبو لښتي ترې راتاو دي او یوازیني کسان چې هلته د ژوند کولو توان لري، هغه کورنۍ دي چې له بهر څخه ورته پیسې لېږل کېږي.

د هغه مور د یوه زلمي عکس چې تخته ږمنځ شوي ویښتان او روښانه سترګې یې لرلې او د ګلاب د یوه بوټي ترڅنګ ولاړ دی، کلک ونیو او ویې ویل: "شفیع الله ویل چې دا وضعیت به سم نه شي، نو غوره ده چې لاړ شم."

د هغه جسد د کابل په شمال کې د یو کور پر چت چې له هوايي ډګر څخه څو کیلو مټره لېرې دی، را پرېوت.

همدغسې یو څه له ۲۴ کلن فدا محمد سره هم وشول چې د هغه د پلار پاینده محمد په وینا، له طالبانو یې کرکه لرله.

د اګست په ۱۶مه، هغه د غاښونو په خپل کلینیک کې د درملنې په پلمه د کابل په لوېدیځ پغمان سیمه کې له خپل کور څخه ووت.

په هغه سهار د هغه له وتلو لږ وروسته یې کورنۍ هڅه وکړه، فدا محمد ومومي.

خو ماسپښین مهال ور سره د یوه ناپېژانده کس له خوا چې ویل یې په هوايي ډګر کې دی، اړیکه ونیول شوه او ورته یې وویل: "تاسو فدا پېژنئ؟ هغه له الوتکې لوېدلی دی."

د غاښونو دغه ځوان ډاکټر 'احتیاطا' د خپل پلار شمېره په جیب کې ساتلې وه.

"زه هیڅ نه پوهېدم"

زر بي بي هوتک د خپلوانو له خوا چې د عیني شاهدانو له خوا پر فېسبوکپاڼه د شفیع الله خپور شوی عکس یې لیدلی و، خبره شوه.

هغې د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "چيغې مې کړې او د لېونۍ په څېر مې منډې ووهلې. ځینې ګاونډیان مې هک حیران شوي وو او نه پوهېدل چې څه وکړي. یوه کس ونیولم او کور ته یې راوستم."

د هغو کسانو شمېر تر نن ورځې نامعلوم دی چې د تخلیې پر مهال مړه شوي دي.

د امریکا پوځ په ۲۰۲۲ کال کې وویل چې د الوتکې عمله پړه نه ده.

د پوځ یوه ویاند وویل: "عملې د نازک امنیتي وضعیت له امله پرېکړه کړې وه چې ژر تر ژره له هوایی ډګر څخه ووځي، ځکه چې الوتکه د سلګونو ملکي افغانانو له خوا چې د هوايي ډګر له حریم څخه تېر شوي وو، محاصره شوې وه."

خو له کومو کورنیو سره چې د فرانسې خبري اژانس خبرې کړې، ټولو ویلي چې دا بسنه نه کوي.

دغو کورنیو ویلي، د 'حساب-کتاب' د نشتوالي له امله د دوی غم لاپسې ډېر شوی دی.

زر بي بي هوتک ویلي: "هیچا موږ ته زنګ نه دی وهلی - نه پخوانی حکومت، نه طالبانو او نه امریکایانو."

ذاکر انوري چې ورور یې ذکي انوري د یادې الوتکې په پېښه کې وژل شوی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "الوتکې کامرې لري ... پیلوټ پوهېده چې هغه څه کوي، دا خطرناکه وه، هغه کولی شو الوتکه ودروي."

۱۷ کلن ذکي انوري چې د فوټبال لوبغاړی و، له خپل یوه بل ورور سره د تجسس لپاره هوایی ډګر ته تللی و.

د هغه ورور ذاکر انوري باوري دي چې ذکي په هوايي ډګر کې د ګڼې او ګوڼې په لیدو د خپل بخت ازمویلو او خطر منلو پرېکړه کړې ده:

"ټول حیران شول؛ ذکي چې ډېر هوښیار و، څنګه یې دومره خطر په غاړه واخیست؟، خو هغه یوازینی کس نه و. ما په هوايي ډګر کې یو سړی ولید چې شپږ ماشومان یې لرل او په ډېر ویاړ یې ویل چې درې ځلي یې پر الوتکه د نښلېدو هڅه کړې ده."

ښاغلي انوري ته چې په بېړه یې په هوايي ډګر کې په خپل ورور پسې لټون کاوه، په 'پیک اپ' ډوله موټر کې انبار مړي، پر ځمکه پرتې وینې او د یوه طالب وسله وال له خوا د ده وهل ټکول لا هم ور په زړه دي: "ما د یوه کال لپاره د شپې ډاروونکي خوبونه ليدلي، هېرول یې ناشوني دي."