امریکا د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ورغلي ۱۲۰ کډوال پاناما ته استولي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاناما ولسمشر جوز راول مولینو د پنجشنبې په ورځ وویل، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې او د مرکزي امریکا ترمنځ د هوکړې د یوې برخې له مخې، امریکا ته ورغلي د بېلابېلو هېوادونو ۱۱۹ کډوال بېرته پاناما ته استول شوي دي.

ښاغلي مولینو یوې خبري غونډې ته وویل، له امریکا لومړۍ الوتنه، چې د افغانستان، چین، هند، ایران، نیپال، پاکستان، شري لنکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام وګړي پکې سپاره وو، د چهارشنبې په ورځ ور ورسېده او په دوو نورو الوتکو کې به هم پاتې کډوال ډېر ژر پانامې ته ورسېږي. ټاکل شوې په ټولیزه توګه امریکا په درېیو الوتنو کې ۳۶۰ کډوال پاناما ته واستوي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، دغه کسان به مخکې له دې چې خپلو اړوندو هېوادونو ته ستانه شي، د ډارین سیند ته نژدې یوه پناه ځای ته ولېږدول شي. دغه ځنګل مرکزي امریکا له سوېلي امریکا جلا کوي چې له دې لارې بې شمېره کډوال د امریکا متحده ایالاتو ته د رسېدو لپاره پرې تېرېږي.

د پاناما ولسمشر جوز راول مولینو په وینا، "د امریکا له حکومت سره د همکارۍ د پروګرام له لارې ... د (چهارشنبې په ورځ) د امریکا د هوايي ځواک یوه الوتکه چې پکې د نړۍ د بېلابېلو ملیتونو ۱۱۹ تنه سپاره وو، را ورسېده."

د دې میاشتې په پیل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره تر خبرو وروسته، مولینو ټینګار وکړ، چې پر پاناما کانال حاکمیت د بحث وړ نه دی. خو په همدې وخت کې یې هېواد ته د ډېرو کډوالو د ور لېږدولو امکان څرګند کړ.

مولینو په هغې غونډه کې دا هم اعلان وکړ چې د جولای په میاشت کې د امریکا د کورني امنیت وزارت سره لاسلیک شوی تفاهم لیک کېدای شي پراخ شي او له مخې به یې وینزویلایان، کولمبیایان او اکوادوریان د پاناما هوایي ډګر له لارې د امریکا په لګښت له خطرناک ډارین ګېپ څخه بېرته ور ستانه کړل شي.

د پاناما د امنیت مرستیال وزیر لوئس ایکازا وویل، د پاناما او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ په مرسته، د جنورۍ په میاشت کې له ډارین د تېرېدونکو کډوالو بهیر د تېر کال د همدې میاشتې پرتله ۹۰ سلنه کم شوی.