طالبان ځینو ولایتونو کې له "لس کلنۍ پورته نجونې لومړنیو ښوونځیو ته نه پرېږدي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان له یو شمېر ولایتونو بي بي سي ته داسې غږونه رسېدلي دي، چې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو ښوونیزو ادارو او ښوونځیو ته سپارښتنه کوي چې په لومړنیو ښوونځیو کې د لوړ عمر نجونو ته اجازه ورنه کړي چې ټولګیو کې ته ورشي.
په غزني ولایت کې د پوهنې وزارت د څار او نظارت چارواکو د ښوونځیو او لنډ مهالو ټولګیو له چلوونکو غوښتي چې "له لس کلنو پورته نجونې دي په لومړنیو ښونځیو کې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي."
د پوهنې په برخه کې د یو شمېر نا دولتي مرستندویه بنسټونو استازو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، دا ډول سپارښتنې او امرونه د سواد زدکړې ټولګیو ته هم رسېدلي دي.
په ځينو ولایتونو کې ویلي شوي دي، د امر باالمعروف ادارو ځايي چارواکو د نجونو د عمرونو په اړه چاڼ پیل کړی.
د افغانستان په ختیځ کې د شپږم ټولګې یوې زده کوونکې له بي بي سي سره خبرو کې وویل "موږ ته وویل شول هغه نجونې چې قدونه یې غټ وي او تر لسو کلونو ډېر عمر ولري، ښوونځيو ته دې نه راځي."
په کابل کې طالبانو د امرباالمعروف وزارت چارواکو ویلي دا د دوی کومه رسمي تګلاره نه ده.
د دغه وزارت ویاند مولوي محمد صادق عاکف له بي بي سي سره خبرو کې وویل "زموږ د امر باالمعروف وزارت له ادارسه داسې څه نشته. که څه ترسره کېږي نو هغه به د معارف وزارت اړوند وي."

د عکس سرچینه، @SADIQAKIF
بي بي سي پرلپسې هڅه وکړه چې د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند دریځ هم په دې تړاو ترلاسه کړي، خو هغوی ځواب نه وایه.
اوس څه باندې ۶۸۵ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
په کابل کې پوهنې وزارت د څار برخې یوه غړي بي بي سي ته وويل، دوی هم دغه "خبرې" اورېدلي خو وايي تر اوسه یې رسمي مکتوب یا امر نه دی تر لاسه کړی.
د لومړني ښوونځي پر نجونو د ممکنه نوي بندیز خبره د ځینو په ګومان ښایي په هغو ناستو سیوری وغوړوي چې همدا اوونۍ په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ وشوه.
د ښځو د پوهنیز او کاري مزل پڅولو هڅې د ډېرو پر باور نه یوازې د افغانستان پر وګړو مخامخ اغېز پرې باسي، بلکې د طالبانو او نړۍ اړیکې هم پیکه کوي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له بي بي سي سره په یوه وروستۍ مرکه کې همدغه ټکي ته اشاره کړې وه.
نوموړي ويلي وو،"له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته میاشتو کې، موږ پرلپسې دیپولوماتیکه ښکیلتیا درلوده چې طالبان هم په کې شامل وو، د طالبانو په اړخ کې ښاغلی متقي و. په ځینو کتنو کې تکنوکراتان او مسلکي خلک وو چې د جمهوریت پرمهال او ځینې یې اوس په مالیې وزارت او د افغانستان بانک کې کار کوي. دغه ډول کتنې د ۲۰۲۲ کال تر اکتوبر روانې وې. خو په ډيسمبر کې د نجونونو پر پوهنتونو او این جیو ګانو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز دغه خبرې وځنډولې."

د عکس سرچینه، MUNICH2022
طالبان په دریځ او نړیوالو سره لیدونو کې د ښځو د کار او زدکړو په اړه خورا نرمه ژبه کاروي.
د تېر کال په اګسټ کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، "پوهنتونونو او ښونځیو ته د نجونو د تګ په ځينو برخو کې چې ستونزې لرو، کار روان دی هغه به ډېر ژر حل شي."
نه یوازې دا چې ستونزې اوارې نه شوې، د ډېرو نیوکه دا ده چې پر ښځو د کار او زدکړو کړۍ ورځ تر بلې تنګېږي، څه چې لوستو ته افغانانو ته د یوه تیاره راتلونکي اندېښنه ور په زړه کوي.





















