تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې سږکال شاوخوا ۳ زره ترافیکي پېښې ثبت او له ۱۶۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې هم د تېرو کلونو په څېر افغانستان کې سلګونو کسانو ته په ترافیکي پېښو کې مرګژوبله واوښته.
سږکال تر دې دمه په افغانستان کې څه باندې ۳ زره ترافیکې پېښې ثبت شوې دي.
چارواکي وايي ډېره مرګ ژوبله پر لویو لارو اوښتې او دا چې کابل- کندهار او کابل-جلال اباد لارې پکې تر نورو ډېرې خونړۍ او خطرناکې وې.
په افغانستان کې د ترافیکې پېښو بېلابېل لاملونه په ګوته کېږي خو عمده یې پکې د موټر چلوونکو ناغیړي او د ترافیک قوانینو ته نه پام یادېږي.
د طالبانو حکومت کې د ترافیک پولیسو د لوی ریاست د پلانونو او تګلارو مشر عبدالودود خیرخوا بيبيسي ته وویل په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې ۱۶۰۰ کسانو په ترافیکي پېښو کې ژوند بایللی دی.
په دوی کې نژدې زر تنه نارینه، څه کم ۲۰۰ ښځې او نژدي ۴۵۰ ماشومان دي.
دغه راز له څلورو زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
ښاغلی خیرخوا وايي "د روان کال له پیله تراوسه شاخوا ۳ زره ترافیکې پېښې په ټول افغانستان کې شوې دي. له دې نه ۳۰ سلنه یې په لویو لارو کې شوې، ۵۰ سلنه یې په ښارونو کې دننه شوي، او ۲۰ سلنه یې په کلیوالو سیمو کې شوې دي."
پر لویو لارو د ترافیکي پېښو شمېر که څه هم په ښارونو کې د شویو پېښو پرتله ټیټ دی خو ډېره مرګ ژوبله بیا د همدغو لویو لارو پېښو اړولې ده.
چارواکيوايي، لامل یې دا دی چې په ښاري سیمو کې ګڼه ګوڼه ډېره او د موټرونو چټکتیا کنټرول وي.
ښاغلی خیرخوا وايي پر لویو لارو خونړۍ ترافیکي پېښې "څو لاملونه لري - ستر اصلي لامل یې د لویو لارو سیستم دی، زموږ لویې لارې ترانزیتي نه دي، د دغو لارو په جوړولو کې د خونديتابه اصول په پام کې نه دي نیول شوي او معیارونو سره سمې نه دي جوړې شوې. دا اطرافي سړکونه دي، داسې سړکونه دي چې یو ولایت له بل سره نښلوي، یا ولایت له ولسوالیو سره نښلوي."
نوموړی زیاتوی "د ترافیکي پېښو بل لامل پر لویو لارو د ترافیکي نښو نشتوالی یا کمښت دی. د چلوونکو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول دی، فاصله نه ساتل او چټک تګ، او پر لویو لارو د ترافیک پولیسو نشتوالی هغه د ترافیکي پېښو سبب کېږي."
د یادونې ده چې په افغانستان کې ټولې ترافیکي پېښې له رسمي او اړوندو ادارو سره نه ثبتېږي، نو کېدای شي چې د دغو پېښو او مرګژوبلې شمېر لوړې وي.
ترافیکي پېښې او له دې اړخه مرګژوبله څنګه کمېدای شي؟
په افغانستان کې په عمومي ډول پر سړکونو ګڼه ګوڼه ډېره وي، موټر، موټر سایکلونه، باروړونکي ګاډي، ریکشاوې بګۍ او نور نقلیه وسایط ټول پر یوه سړګ روان وي.
د چلوونکو ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، د نشې په حالت کې موټر چلول، زاړه او د چپ لاس موټر، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو له پامه غورځول او کله ناکله له نورو موټرو سره سیالي په افغانستان کې د ترافیکې پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.
خو د دې ترڅنګ د کارنده او منظم ترافیکي سیستم او بنسټونو نشتوالي، د ترافیکي قوانینو نه څارل کېدو او په ځانګړې توګه پر لویو لارو کنټرول لپاره د مسلکي ترافیک پولیسو کمښت د موټرو په وسیله سفر خطرناک کړی دی.
پر افغانستان سربېره له پاکستان، هند، بنګله دېش او د سیمې له نورو هېوادونو هم وخت ناوخت د مرګونو ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.
د شمېرو له مخې هر کال ټوله نړۍ کې ۱ اعشاریه ۳۵ میلیون کسان پر سړکونو ترافیکې پېښو کې مړه کېږي او تر ۵۰ میلیونو نور ټپیانېږي.
کارپوهان وايي پر لایو لارو د موټر چلوونکو لخوا احتیاط او د ترافیکي قوانینو مراعتول کولای شي د مرګونو ترافیکي پېښو مخه ونیسي او د پام تر کچې د ترافیکې پېښو ګراف راټیټ کړي.