کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان پچه وګټله او لومړی توپوهنه کوي

د عکس سرچینه، ACB
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ لوبه د هند احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې پیل شوه.
افغان لوبډلمشر بچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سویلي افریقا ټیم تر دې دمه درې افغان لوبغاړي سوځولي او افغان لوبډلې ۸۳ منډې کړې دي.
رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران او حشمت الله شهیدي هغه لوبغاړي دي چې تر دې دمه اوټ شوي دي.
د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ نننۍ لوبه د نړیوال جام سیالیو د لړۍ ۴۲مه لوبه ده.
افغانستان په دې سیالیو کې پاکستان، انګلنډ، شري لنکا او نېدرلنډ ته ماتې ورکړې وه او تېره سې شنبه له اسټرالیا سره په لوبه کې چې افغان لوبډلې د اسټرالیا اووه وېکټې ترلاسه کړې، داسې معلومېده چې نیمه پایلوبې ته د رسېدو په هکله د افغان لوبډلې ارمان پوره کېدونکی دی، خو د اسټرالیا ګلین ماکسویل په ټپي حالت کې دوې سلیزې بشپړې کړې او بریا یې له افغان لوبډلې وتروړله.
ښايي په احمداباد لوبغالي کې چې د نړۍ تر ټولو ستر کرېکټ لوبغالی بلل کېږي، نننۍ لوبه د افغان لوبډلې لپاره د نړیوال جام په سږنیو سیالیو کې وروستۍ سیالي وي.
افغان لوبډلې د نړیوال جام په پخوانیو سیالیو کې یوازې یوه بریا ترلاسه کړې وه، خو سږکال یې په نړیوال جام سیالیو کې څلور بریاوې درلودې، له پاکستان، انګلنډ او شري لنکا لوبډلو چې د نړیوال جام مخکیني اتلان دي، په زړه پورې انداز لوبې وګټلې چې د کرېکټ ماهرینو او مینه والو یې د سیالۍ ډېره ستاینه وکړه.
که یو لور افغانستان له نننۍ لوبې مخکې له خورا لوړ مورال سره لوبېدله، نو سویلي افریقا لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له مخکې خپل ځای خوندي کړی دی، نننۍ لوبه به په ډاډ سره کوي، خو له هند سره په تېره لوبه کې یې په خورا لوی توپیر ماتې خوړلې ده، چې د ۳۲۶ منډو هدف ترلاسه کولو لړ کې یې له ۲۷ اعشاریه یو اوورونو وروسته ایله ۸۳ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره به نیمه پایلوبو ته رسېدل یوازې په داسې صورت کې شوني وي، چې سویلي افریقا ته نه یوازې ماتې ورکړي، بلکې په خورا لوی توپیر سره باید لوبه ترې وګټي.
پرون د هند په بنګلورو کې نیوزیلنډ د ایله ۲۳ اعشاریه دوو اوورونو په لوبه کې د شري لنکا له لوري ورکړل شوی ۱۷۲ منډو هدف پوره کړ، لوبه یې په پنځو وېکټو وګټله او له دې سره د هند، سویلي افریقا او اسټرالیا تر څنګ په نیمه پایلوبه کې د ګډون لار نژدې پرانیستل شوه.





















