په سرطان له اخته څښتن سره د 'زړه سواندې نرسې پیشو' ملتیا

د خپرېدو وخت

دا ژغورونکې پیشو اوس ۱۱ کلنه ده، محبوبیت یې ځکه ډېر شوی چې د وینې په لا علاجه سرطان اخته څښتن یې هېڅکله نه دی پرېښی.

ډیویډ کرایر وايي، د "بو" په نامه پیشو یې د ۲۰۲۱ کال له نومبر میاشتې راهیسې کله چې د ده د سرطان تشخیص وشو، هېڅکله یوازې نه دی پرېښی، همدا ده چې ده خپله پیشه (زړه سواندې نرسه) بللې ده.

په بریتانیا کې د کرمارتینشایر د تالوګ اوسېدونکی ډیویډ وايي، "بو" له خپل هغه ځای هېڅ نه خوځېږي چې دده ترڅنګ یې نیولی دی او د پیشو له غورمبېدو خوند اخلي.‌

کله چې په خوب کې د ډیویډ سا اخیستل کمزوري شي، "بو" ورشي او پر غومبورو یې غومبر شروع کړي، په پزه یې بوی کړي چې راویښ شي او ځان ډاډه کړي چې ګنې دی په خیر دی.‌

درې کاله مخکې ډیویډ "بو" د پیشوګانو له یوې خیریه مؤسسې (کټ پروټیکشن) ترلاسه کړه. دی وايي له هماغه وخته "لکه سپی غوندې له ما سره مله وي، دا یوه کوچنۍ ځیرکه پیشو ده".‌

هغه وخت "بو" له ډېر وزن کړېدله او د زړه ستونزه یې هم وه، له څو میاشتو راهیسې په دې تمه وه چې یوه نوي کور کې به پنا ورکړل شي.

اوس، دا پیشو په بریتانیا کې د پیشوګانو د ساتنې مؤسسې (موګي مارویلز) د سیالۍ وروستي نوملړ ته رسېدلې ده.‌

په دې سیالۍ کې شاوخوا ۳۰۰۰ پیشوګانې ګډون کوي چې "بو" پکې د ۱۲ پیشوګانو وروستي پړاو ته وتلې ده.‌

د خیریه مؤسسې د ۲۰۲۳ کال د (ملي پیشو) جایزه به ګټونکې پیشو ته ورکول کېږي. دوی ته به د لندن د موسیقۍ (ویلټن) سالون کې د جولای پر ۱۷مه محفل جوړېږي.

Skip content and continue reading

End of content

۶۶ کلن ډیویډ وايي، کله یې چې په ښي مټ سخت درد شو، له ۴۰ کلونو راهیسې هېڅ ډاکټر ته ولاړ نه.

دی زیاتوي: "داسې وه لکه یو څوک مې چې دا ټول وخت په چړه وهي".

دی ډاکټر ته ورغی او پیل کې ورته وویل شول چې د بډوډو شاوخوا یې التهابي شوي چې همدا یې سینه کې د سخت درد لامل دی.

دوې اونۍ وروسته یې درد له مټ نه د ملا کوزې برخې ته ورسېد، بیا ډاکټر ته ورغی او بیا یې یوه بل ډاکټر ته مراجعه وکړه.‌

معاینه یې وشوه او په روغتون کې د ځینو ازموینو لپاره بستر شو، په څو ورځو کې یې تشخیص وشو.

دی وايي: "ډاکټرې وویل چې زه په مُلټي مایلوما اخته شوی یم، چې دا خبره مې مخکې هېڅ نه وه اورېدلې".

ډاکټرې وویل چې دا لا علاجه ناروغي ده، خو علاج یې ممکن هم دی، ‌همدا وو چې ډیویډ سم لاسي د علاج په لټه کې شو.

ډیویډ له پیشو سره څنګ کې په ویدېدو روږدی شوی و، خو کله چې له روغتونه کور ته راستون شو، د پیشو لا ډېر پام دی حیران کړ.

دی وايي: "زما څنګ کې به ویدېدله او څنګ ته به مې ناسته وه، هېڅ نه رانه بېلېدله".

نوموړی زیاتوي: "ښکاره ده چې پوهېدله زه ناروغ یم؛ ځکه چې کټ‌ کې به پروت وم، زما پر څنګل به زما له سر سره نژدې ویدېدله".

Skip content and continue reading

End of content

ډېری وخت به ماخوستن کې ډیویډ یو څه د نارامۍ احساس وکړ،‌ "بو" به هم پرې پوه شوه.

دی وايي: "دا به هم پر ما پوه شوه، خپله پزه به یې زما پر پزه کېښوده او سا به یې اخیسته، یا به یې په برېتونو تخنولم چې راویښ شم".

دی زیاتوي: "که به مې ځواب ور نه کړ،‌ نو زما پر مخ به کېناسته او راویښ به یې کړم".

ځینې وخت، کیمیاوي علاج د ډیویډ د توازن خرابولو لامل کېده او پر پښو به نه شو درېدلی، نو "بو" به یې څنګ ته کېناستله او له نژدې به یې څاره.

کله چې ډیویډ د جایزې په اړه واورېدل، د "بو" نوماندولو پرېکړه یې وکړه.‌

ده په اغېزناک غږ وویل: "پیشوګانې پر تا باور کوي چې پام ‌پرې وکړې او کله چې ناروغ شې، نو د نېکۍ لاره یې هم همداسې وي".

د ۲۰۲۲ کال په مې کې د ډیویډ یو جراحي عملیات وشو او اوس یوه پالنځي کې دی چې ډېری وخت درمل خوري او میاشتنۍ پیچکارۍ کوي.

اوس، ډاکترانو ورته ویلي چې په وینه کې یې د "مایلوما" کوم اثر نه شته؛ علاج یو څو پړاوونو ته اړتیا لري.‌

که څه هم د هغه روغتیا یو څه ښه شوې ده، خو "بو" پرې خپل پام هماغومره ډېر ساتلی دی.‌

دی وايي: "دا غواړي تل له ما سره وي، دا له خلکو سره مینه لري او د اړیکو تږې ده".

له تشخیص پیلېدو راهیسې ډیویډ د "بو" منندوی دی. وايي "دا غواړي له ما سره مینه او خپل احساسات شریکوي. فکر کوم دا ډېره ښکلې ده".

زیاتوي: "دا یوه داسې کمیابه پیشو ده چې تاسو یې یو میلیون پیشوګانو کې ساری کم لیدلی شئ".