د افغانستان ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي شاوخوا پنځوس سلنه خلک د افغانستان د سویلي او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي.

دا اداره وايي دا ارزونه یې د کډوالو نړیوالې ادارې ای او ایم، سرې میاشتې ټولنې، طالبانو حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي او نړیوالو نادولتي موسسو د معلوماتو پر بنسټ کړې او ورته جوته شوې چې د جنورۍ میاشتې نه تر مارچ میاشتې پورې تر ټولو ډېر زیان په ترتیب سره په کندهار، کونړ، ننګرهار، فاریاب او بلخ ولایتونو کې اوښتی دي.

دغه راز یادې ادارې ویلي چې په همدې موده کې ډېره مرګژوبله په نورستان ولایت کې پېښه شوې ده.

اوچا په دقیق ډول نه دي ویلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه په کوم ډول طبیعي افتونو کې اوښتې، خو دا یادونه یې کړې چې برف کوچونه، سېلابونه، سخت ورښتونه، د ځمکې او غرونو ښویدل ټول په طبيعي افتونو کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې څو ورځې وړاندې د اپریل په میاشت کې د سېلابونو له امله د اوښتي مرګژوبلې او مالي تاوانونو په اړه هم جزییات خپاره کړل او ویې ویل چې د اپریل میاشتې له لسمې تر شپاړلسمې نېټې پورې د افغانستان په مرکزي، شمالي، شمال ختیځو، سویلي او لویدیځو سیمو کې د سختو بارانونو په پایله کې د سېلابونو له امله نژدي شپاړلس سوه کورنۍ اغېزمنې شوې، ۳۵ کسان ووژل شول، ۴۷ نور ټپیان شوي او ۴۶ کورنۍ نورو سیمو ته کوچیدو ته اړ شول.

دغه راز د اوچا د معلوماتو له مخې په بېلا بیلو ولایتونو کې ۹۳۰ کورونه زیانمن شوي، ۴۷۰ څاروي له منځه تللي او دغه راز ۶۳ زره اوه سوه جریبه کرنیزه ځمکه هم سیلابونو وړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق له کوچني اختر وروسته تر دې دمه موده کې د سېلابونو له امله د مالي او ځاني تاوانونو په اړه بي بي سي ته وویل چې په وروستیو سېلابونو کې ډېر زیان د کندهار، هلمند، ارزګان او نیمروز ولایت اوسېدونکو ته اوښتی دی.

د هغه په وینا د سېلاب ځپلو د لاسنیوي په موخه سروې روانه ده او د موسسو په همکارۍ سېلاب ځپلو خلکو ته خوراکي مواد، خیمې او نغدي مرسته ورکول کېږي.

په همدې حال کې افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې نن پنجشنبه په ۲۴ ولایتونو کې د تېرو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دې ادارې ویلي چې په بېلا بیلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

کارپوهان په افغانستان کې دوامداره وچکالۍ، بې وخته ورښتونه، وارورې او سېلابونه د اقلیمي بدلون پایلې بولي چې په افغانستان کې جوتې دي.

همدا څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یو این ډي پي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانانو لاسنیوي وکړي چې د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې وړتیا پیدا کړي.

د دې ادارې په وینا وچکالۍ، سیلابونه او د ځمکې تخریب هغه څه دي چې د میلیونونو افغانانو ژوند او روغتیا ګواښي.