ولې په خيبرپښتونخوا کې د شيدو توليد کمېږي

د ویډیو تشریح، ولې په خيبرپښتونخوا کې د شيدو توليد کمېږي
ولې په خيبرپښتونخوا کې د شيدو توليد کمېږي
د خپرېدو وخت

خیبر پښتونخوا کې د سلګونه زره کسانو لپاره د لبنیاتو صنعت د عاید یوه مهمه سرچینه ده. دغلته نژدې ۳۵۰۰ د شیدو تولید فابریکې یا فارمونه شته چې له غواګانو او مېښو شیدې تولیدوي.

دې صنعت کې بوخت د منځنۍ او لویې کچې سوداګر وايي په تېرو کلونو کې د شيدو په تولید کې کموالی راغلی او دغه صنعت ورسره ځپل شوی دی.

د تولید کموالي دلیل د څارویو ناسمه روغتیا ښوول شوې ده. سوداګر شکایت کوي چې د حکومت لخوا ورسره د څارویو د واکسین او خوړو په برخه کې مرسته نه کېږي چې ورسره حیوانات له ناروغیو وساتل شي او تولید یې ډېر شي.