د امریکا بالتیمور کې له پله سره د بار وړونکې بېړۍ ټکر، پل ونړېد

د ویډیو تشریح، له بالتیمور پله سره د بار وړونکې بېړۍ ټکر، پل ونړېد
د امریکا بالتیمور کې له پله سره د بار وړونکې بېړۍ ټکر، پل ونړېد
د خپرېدو وخت

د امریکا د مریلنډ ایالت له بالتیمور لوی پله سره یوه لویه بار وړونکې بېړۍ ټکر شوې چې پل په بشپړه توګه ونړېد.

بېړۍ د ۴۷ کلن پله له ملاتړې ستنې سره په ځايي وخت یوه بجه او درېش دقیقې (ګرینویچ پنځه بجې او دېرش دقیقې) ټکر شوې.‌

بېړۍ د شري لنکا له پورټ بریز نه کولمبو ته روانه وه.‌

د بالتیمور ښار د اور وژنې ادارې اعلان کړی، چې له دغې پېښې وروسته لږ تر لږه ۷ کسان او څو موټر په اوبو کې غورځېدلي او د ژغورنې هڅې یې روانې دي. چارواکو دا پېښه "له مړو او ټپیانو ډکه" بللې ده.

چارواکو د بالتیمور په بندر کې د اوبو تودوخې راپور ورکړی، چې په متحده ایالاتو کې د کارګو تر ټولو لوی ترمینل دی، هلته د تودوخې درجه شاوخوا نهه درجې سانتي ګراده ده.

سینرژي مرین شرکت چې ددغې بار وړونکې بېړۍ څښتن دی او د سنګاپور بیرغ پرې لګول شوی و، اعلان وکړ چې د کښتۍ هېڅ پرسونل ټپي شوی نه دی.

سینرژي مرین ګروپ بي‌بي‌سي ته ویلي، بېړۍ کې ټول ۲۲ کسیزه عمله د هند وه.‌