تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په سرطان اخته مور؛ ډاکټرانو راته ویل چې دا د میاشتنۍ ناروغۍ وینه ده
یوه مور چې د سرطان په څېر مرګونې ناروغي لري او په ډېره سختي یې تشخیص وشو وايي، ښځې باید د خپلو ناروغيو په اړه بېلابېل او زیات معاینات وکړي.
د ۴۲ کلنې کیلي پینډري چې د انګلینډ په شمال لوېدیځ کې اوسېږي په ۲۰۲۱ کال کې یې دا تشخیص وشو چې په رحم کې د سرطان ناروغي لري.
خو لومړنۍ نښې یې چې میاشتنۍ ناروغۍ یې ډېره زیاته وه او اوږد مهاله به وه په ۲۰۱۶ کال کې په کې ښکاره شوې وې.
اوس کیلي ته تل دا ارمان ورځي، که په وخت یې تشخیص شوی وای نن به یې حالات بل ډول وو.
د رحم سرطان (Leiomyosarcoma) د سرطان ناروغۍ یو ډول دی چې یوازې په بریتانیا کې هر کال شاوخوا ۶۰۰ میرمنې پرې اخته کېږي. کیلي دوه ماشومان لري.
نوموړې وايي، کله یې چې لومړی ځل ډاکټر ته د خپلې ناروغۍ نښې وویلې نو ورته وویل شول چې له زېږون وروسته ستا بدن معمولي حالت ته راګرځېدو لپاره یو څه وخت ته اړتیا لري.
کیلي وايي، چې د میندوارۍ مخنیوي درمل خوړلو مشوره هم ورکړل شوې وه.
بل ځل بیا ورته ویل شوي وو، چې د خپګان پر وړاندې درمل وخوري.
نوموړې وايي: "ما ته ځان داسې ښکاره شو لکه مکر/ډرامه چې کوم. ما داسې احساس وکړ چې زه پرته له کوم دلیله ډېر فکر کوم، ما ځان سره ویل چې ایا دا ټول هسې زما په مغزو کې ګرځي، ایا زه ساده یم؟"
خو د کیلي حالت مخ په خرابېدو و.
نوموړې وویل: "زما درد په څو ورځو کې دوه برابره شو."
د کیلي هغه ورځې چې له لمنې لارې وینې ترې تللې د هغو ورځو پرتله ډېرې وې کوم چې وینه به یې ولاړه وه.
نوموړې وايي، وزن مې له کوم ځانګړي دلیل پرته زیاتېده او خیټه مې غټه شوې وه.
دا درد څنګه زغملی شې؟
په ۲۰۲۰ کال کې یوه ډاکټر ورسره منلې وه چې هرومرو کومه روغتیايي ستونزه لري.
یاد ډاکټر د کیلي په نس کې یوه کتله/ ټوټه پیدا کړه چې د کیلي بد روغتیايي علت یې په ډاګه کاوه.
کیلي اوس دا ډاکټر د یوه اتل په توګه یادوي.
د لومړي ځل لپاره یوه کس د کیلي په اړه وېره ښکاره کړه دې ته یې وویل، چې ته څنګه دا درد زغملی شې؟
کیلي ورته وویل چې زه یې نه شم زغملی.
د کیلي په رحم کې د سرطان تومور د همدې کال په نومبر کې تشخیص شو.
نوموړې ته وویل شول، چې رحم یې باید لرې شي.
هغه وخت د کورونا وبا خپره وه او د کیلي پرله پسې معاینات او درملنه یې ستونزمنه کړې وه او په پایله کې یې جراحي عملیات وکړ.
کیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال په جون کې هره ورځ ترې وینه تلله او داسې ښکارېده لکه د نهو میاشتو میندواره چې وي.
په دې وخت کې کیلي ته وویل شول چې سرطان یې څلورم پړاو ته رسېدلی.
نوموړې وایي: "یوې نرسې راته وویل چې د کرسمس لپاره هېڅ پلان مه جوړوه."
کیلي وایي، د سرطان متخصص (آنکولوژیست) راته وویل چې د هغې د سرطان درملنې لپاره خپله ټوله هڅه کوي، که څه هم دا لاعلاجه ناروغي ده.
کیموتراپي (شعاعي درملنه)
د کیموتراپی د درملنې شپږ سخت او شدیدو پړاوونو په بریالیتوب سره کیلي ته د ژوند یو بل پړاو ور په برخه کړ.
نږدې یو کال وروسته له هغه چې درملنه یې بشپړه شوه، هغه لاهم ځینې روغتیايي ستونزې لري لکه د ستړيا احساس او درد خو نوموړې وايي، دا دردونه د هغو تېرو دردونو پرتله هېڅ دي.
په هر حال حقیقت دا دی چې کیلي لاهم "څلورم پړاو ته رسېدلی" سرطان لري.
کیلي وايي: "یو کال مې درملنه وکړه چې روغتیايي حالت مې یو څه ښه شو."
خو پوهېږم چې دا ناروغي بېرته راګرځېدلی شي او ډېر ژر بېرته راګرځي."
کیلي غواړي چې عملیات وکړي او رحم یې ورنه لرې کړي خو اوس ډېره ناوخته شوې د هغې سرطان ډېر پر مختللی دی.
"زما سرطان څلورم پړاو ته رسیدلی جراحي عملیات چې ژوند مې اوږدولی شي په دې پړاو کې نه شم ترسره کولی."
د کیلي مېړه مایکل اوس تمه لري چې په متحده ایالاتو کې د هغې عملیات وکړي او د دې لپاره یې۵۰،۰۰۰ پونډه ټول کړي.
مایکل د بسپنې ټولولو لپاره ۲۹۰ کیلومتره ځغاسته کړې وه.
'ما ژړل کله چې ما منډې وهلې'
مایکل وايي: "زه چې د حالاتو بوج په سر واخلم بیا لا ښه منډه کولی شم او دا ښه حس هم را کوي."
نوموړي زیاته کړه: "ما داسې احساس کاوه چې چا په یوه ټن خښته وېشتلی یم. ما منډې وهلې او ژړل مې خو له هغه وروسته مې ښه احساس پیدا کړ."
کیلي په دې خوشحاله ده او غواړي چې پوهه شي راتلونکي کې څه ورپېښېږي؟
دا پوهاوی که هر څه وي ان دا چې کېدای شي له جراحي عملیاتو سره هم ښه نه شي.
"موږ یوازې غواړو چې ماشومان پوه شي چې موږ هر هغه څه وکړل چې موږ یې کولی شو. زه فکر کوم چې دا به دوی ته ډیر آرام ورکړي."
کیلي هیله لري چې د دې د ناروغۍ تجربې له نورو سره هم شریکې شي او مرسته ورسره وکړي.
نوموړې وايي،هيله منه ده چې د ناروغۍ کيسه یې هغو کسانو ته ورسیږي چې د یادې ناورغۍ په لومړیو پړاونو کې دي.
کیلي وايي، چې ښځې باید په لا زیاتو معایناتو ټینګار وکړي او له ډاکټره دې وغواړي چې متخصص ته یې ورمعرفي کړي.
نوموړې وايي، چې موږ تل باید ښځینه ناروغیو او میاشتني ناروغۍ په اړه خبرې وکړو.
د بیټسی کیډولاډر (Betsi Cadwaladr) پوهنتون بورد وايي: "موږ د کیلي پینډري د تجربې په اړه واوریدل او ډیر خواشینی شوو. موږ هغه هڅو چې خپلو ډاکټرانو سره اړیکه ونیسي. دا د دې روغتیایي حق دی او دې ته اوښتو زیانونو څېړنه کیدلی شي. "
په هغه روغیتايي مرکز کې چې د کیلي درملنه کېږي له نظر ورکولو ډډه وکړه.