د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یوه بل کال لپاره وغځاوه

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (جمعه - مارچ ۱۵مه) په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولی یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په غونډه کې د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د یوناما، ملګرو ملتونو نورو ادارو، مالي مرستو او پروګرامونو د غځولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

امنیت شورا ته په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځولو پرېکړه لیک جاپان چمتو کړی و.

د جاپان استازي یامازاکي کازییوکي چې د مارچ میاشت کې د دې شورا مشري کوي، د امنیت شورا غونډې ته وویل، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د ښه تعامل او باور جوړونې لپاره په افغانستان کې د یوناما ماموریت دوام ډېر مهم دی.

هغه وویل، د یوناما ماموریت غځول د افغانانو لپاره یو مهم پیغام رسوي، چې ملګري ملتونه به د امنیت شورا په ملاتړ د افغانانو لپاره او بیا په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره چې په سختو شرایطو کې دي، ''نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي'' او خپل کار ته به دوام ورکوي.

غونډې ته وینا کې د امریکا متحدو ایالتونو استازې وویل، د یوناما ماموریت له غځېدو سره به ملګري ملتونه وکولای شي په افغانستان کې خپلو لومړیتوبونو ته د رسېدلو هڅه وکړي، چې په وینا یې په افغانستان کې د سولې، ثبات راتګ او د ټولو ملي سیاسي لوریو تر منځ خبرو ته زمینه برابرول دي.

نوموړې د هغو هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ، چې د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو ترلاسه کولو لپاره کېږي.

هغې زیاته کړه: ''افغانان حق لري چې (په خپل هېواد کې) سوله، ټیکاو او خوندیتوب وویني.''

یوناما په ۲۰۰۲ کال د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک له مخې جوړ شوی و، چې موخه یې د افغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هر کال په یوه غونډه کې د یوناما د چارو ارزونه کوي او اړتیاوو ته په کتو یې د یوه بل کال لپاره ماموریت غځوي.

اوسمهال، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ځانګړې استازي روزا اوتونبایوا د یوناما مشري کوي.

یوناما له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او د جمهوریت پرمهال یې د ټاکنو د بهیرونو ترڅنګ د ولسي مرګ ژوبلي او بشري حقونو د حالت څارنه هم کوله.