تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انګلنډ پاکستان ته په ټېسټ لوبه کې ستره ماتې ورکړه
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د پاکستان او انګلنډ ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلنډ د یوې پاڼۍ او اوه څلوېښت منډو توپير پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د پاکستان په ملتان ښار کې وشوه، پاکستانۍ لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۵۵۶ منډې پکې وکړې، خو دا منډې هغه وخت لږې ښکاره شوې چې د انګلنډ لوبډلې لوبغاړو تېزه او یو ورځنۍ لوبې ته ورته لوبه پیل کړه.
انګلنډي لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۸۲۳ منډې جوړې کړې او له پاکستانه ۲۲۷ منډې مخکې شو. د انګلنډ لپاره هري بروک په یوازې ځان ۳۱۷ او جوی روټ ۲۶۲ منډې وکړې.
د دوی دواړو د منډو ملګرتیا ۴۵۴ منډو ته ورسېده او د انګلنډ لپاره یې د منډو ملګرتیا نوی ریکارډ هم جوړ کړ. مخکېنی ریکارډ ۴۱۱ منډې و.
که څه هم درېیو پاکستاني لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزې او دوو لوبغاړو په دویمه پاڼۍ کې نیمه سلیزې ووهلې، خو انګلنډي لوبغاړي په دواړو برخو، توپ اچونه او توپ وهنه کې بریالي و.
دا له ۱۹۷۶ کال راهیسې دویم ځل دی چې انګلنډ په اسیا کې یوه ټېسټ لوبه په یوه پاڼۍ کې ګټلې ده. په داسې حال کې چې پاکستان په خپل کور کې د ټېسټ لوبو د بایللو لړۍ یوولسو ته وغځوله.
کله چې د جمعې په سهار په ملتان کې د کرېکټ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله د خپل دویمې پاڼۍ پوره کولو لپاره لوبغالي ته ښکته شو، له مینه والو او شنونکو سره یې دا وېره وه چې د ټېسټ کرېکټ په تاریخ کې به د پاکستان کرېکټ له یوه بل بد ریکارډ سره مخ شي او همداسې هم وشول.
دا ریکارډ د ټېسټ کرېکټ په ۱۴۷ کلن تاریخ کې په یوه لوبه کې د ۵۰۰ منډو تر جوړولو وروسته او د یوې پاڼۍ په توپیر ماته د پاکستان په برخه شو.
د انګلنډ توپ وهونکو له پاکستاني توپ اچوونکو لار ورکه کړې وه
د انګلنډ پر وړاندې د پاکستان توپ اچوونکي ونه توانېدل ښه توپ اچونه وکړي. شپږو لوبغاړو هر یوه تر سلو ډېرې منډې ورکړې. ابرار احمد ۱۷۴، نسیم شاه ۱۵۷، امر جمال ۱۲۶، شاهین شاه افریدي ۱۲۰، سلمان اغا ۱۱۸ او صایم ایوب ۱۰۱ منډې ورکړې.
د پاکستان لوبډله چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې ۵۵۰ منډې جوړې کړې وې، د لوبې په څلورمه ورځ د چای له وقفې وروسته له خورا ستونزمن حالت سره مخ شوه او د لوبې په پای کې یې شپږ لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.
پر دغه ویشتنځای او دغه راز په یوه پاڼۍ کې د پاکستان پر وړاندې په تاریخ کې په لومړي ځل اته سوه منډې جوړې شوې، چې پاکستاني توپ وهونکي په کې ونه ځلېدل.
د پاکستان پر لوبډله په ټولنیزو رسنیو کې هم نیوکې ډېرې دي. په ټولنیزو رسنیو کې د ویشتنځای په اړه هم نیوکې ډېرې دي، خو توپ اچونې او توپ وهنې هم خپل مینه وال حیران کړي دي. زیاتره یې وايي څنګه کېدای شي یوه لوبډله په یوه پاڼۍ کې له ۵۵۰ منډو جوړولو وروسته بیا هم ماتې وخوري، هغه هم د یوې پاڼۍ په توپیر.
په دې لوبه کې د انګلنډ لوبغاړي جو روټ بل ریکارډ هم ټینګ او هغه په ټېسټ لوبو کې د انګلنډ لپاره تر ټولو ډېرې ۱۲۶۶۴ منډې دي. وړاندې تر دې دا ریکارډ له الیسټر کوک سره و. الیسټر په ټېسټ لوبو کې ۱۲۴۷۲ منډې جوړې کړې دي.
انګلنډ چې دوه کاله وړاندې یې په پاکستان کې د ۳-۰ تاریخي بریا ترلاسه کړې وه، د جمعې په ورځ یې یوه بله یادګاري او تاریخي بریا هم خپله کړه.