تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن؛ د مرستو وېش کې د ګډوډۍ له کبله لسګونه کسان وژل شوي
- Author, جارج رائټ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د یمن پلازمېنې صنعا په یوه ښوونځي کې هغه مهال لږ تر لږه ۷۸ کسان ووژل شول، چې د روژې میاشتې په مناسبت د خیریه مرستو لپاره یو ځای شویو خلکو په ګڼه ګوڼه کې ټېل ماټېل رامنځته شو.
دا مرستې معمولاً د روژې میاشتې په وروستیو دریو ورځو کې وېشل کېږي.
د باب الیمن سیمې دې پېښې په ویډیويي تصویرونو کې خورا خواشینونکې صحنې تر سترګو کېږي. د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، دې ښوونځي ته سلګونه کسان د هغې مرستې ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو، چې سړي سر نهه امریکايي ډالر وه.
د یادونې ده، چې په ۲۰۱۵ کال کې د حکومت له نسکورېدو وروسته د پلازمېنې کنټرول د حوثي یاغیانو په واک کې دی. د یمن کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د مرستو وېشونکي توقیف شوي او د پېښې په هکله پلټنې پيل شوې دي.
په صنعا کې د عامې روغتیا مسوولین وايي، په پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې په وینا یې د ۱۳ کسانو روغتیايي وضعیت سخت دی. ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس بیا د دوو عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې حوثي یاغیانو د خلکو ګڼې ګوڼې کنټرول لپاره هوايي ډزې وکړې، چې پایله کې یې په ظاهره د برېښنا مزي ولګېدل او چاودنه هم وشوه.
یمن کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې حوثي یاغیانو د هېواد پر ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کړ، سخت بحران روان دی. د یمن ولسمشر عبدالربه منصور هادي له هېواده بهر ته وتښتېد او د سعودي عرب په مشرتابه د عربي هېوادونو ائیتلاف په یمن کې مداخله وکړه، خو له هغه راهیسې جنګ، جګړې دوام لري.
د رپوټونو له مخې د دې جګړو له کبله په یمن کې ۱۵۰ زره کسان وژل شوي او ۲۳ میلیونه کسان چې د ټول نفوس دریېمه برخه کېږي، په یوه نه یوه شکل مرستو ته اړتیا لري.
تېره اونۍ بیا د یمن جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د بندیانو یوه تبادله وشوه، چې د دې هېواد اته کلنې کورنۍ جګړې پای ته رسولو لړ کې د مهمې پیلامې په نظر ورته کتل کېږي.