د انساني فاضله موادو فوق العاده ځواک

د عکس سرچینه، EPIC CLEANTEC
که د انسان د بولو په ګټو وټو غږېږو شاید تاسې وخاندئ. په داسې حال کې چې هر څوک فاضله مواد کوي خو غږېدا پرې ننګ ګڼل کیږي.
یو باور دا دی چې: "موږ د خپلو فاضله موادو په اهمیت نه پوهېږو ځکه راته بحث ټوکې ښکاري، په داسې حال کې چې دا د ګټورو غذایي موادو په لرلو ډېره ښه وړیا سره یا یوریا ده."
څېړنو ثابته کړي "د انساني فاضله موادو څخه جوړې شوې طبیعي سرې په زیاته اندازه نایتروجن، پوتاشیوم، فاسفورس، میګنازیم، زېنک او فولاد لري.
دا عناصر د ونو او بوټو په وده او حاصلاتو فوق العاده اغېز لري.
کله چې دا د مېوو ونو مهم خوراک کېدای شي بیا ولې اوبه ورباندې خوشي کوو؟
یوازې بریتانیا کې شمېرې ښيې چې هر کس په اوسط ډول له متیازو وروسته ۷۳۰ لېټره اوبه تویوي، چې کموډ او فاضله مواد پاک کړي.
نړیوال نفوس اته ملیارده ته رسېدلی فکر وکړئ که هر کس نیمه کیلو بول کوي او دا همداسې بهیږي، زموږ چاپېریال څومره زیانمنېدای شي؟

د عکس سرچینه، LINA ZELDOVICH
دې ته په کتو ویلای شو چې په سرې او ګټور تولید د فاضله موادو بدلېدا پر ځای انسانان په کموډ کې پیسې بهوي او هغه شی له منځه وړي چې زمونږ ونو او بوټو ته ګټور دي.
د اوبو ضایع کېدا ور ها خوا موږ د بوټو ګټور خوراک په سیند لاهو کوو او په بې وزله هېوادو کې دا چاره د اسهال د ناروغیو او هر کال نیم میلیون ماشومانو مړینې سبب کېږي.
اوس به پوه شوي یاست، څه چې موږ همدا اوس کوو پایښت نه لري او باید په بدیل فکر وشي.
حقیقت خو دا دی چې انسانان د خپلو فاضله موادو له بې رحمانه ضایع کولو څو تاوانونه کوي.

د عکس سرچینه، LYSTEK
وړیا او ګټوره سره جوړېدای شي، خو انسانان هغه په اوبو لاهو کوي، پیسې او اوبه سپما کېدای شي چې نه یې کوي، خو بالعکس د مصنوعي سرو جوړولو پر مهال د چاپېریال لپاره زیان رسوونکي ګازونه تولیدیږي چې موږ دا کار کوو.
د فاضله موادو له صحیح تنظیم د انرژۍ ګاز هم جوړېدای شی چې له لمریزې او بادي انرژۍ ډېر دوام کوي.
د همدې فاضله موادو له ښه تنظیم بایوغاز هم جوړېدای شي چې له پترولو او ډېزلو ډېر پاک وي.
خو ایا تاسې کله له دې ضایعاتو د مخنیوی بدیل څه فکر کړئ؟






















