انتاراکتیکا کې د ځمکې په اوزون پوړ کې سوری شوی

د ویډیو تشریح، انتاراکتیکا کې د ځمکې په اوزون پوړ کې سوری
د خپرېدو وخت

انټارکټیکا کې په اوزون پوړ یا طبقه کې چې د ځمکې تر آتموسفیر لږ لاندې په سټراټوسفیر برخه کې یوه پرده ده، یو سوری جوړ شوی دی.

لامل یې په استرالیا کې د ځنګلي اورونو لوګي یا ګازونه دي او ویل کېږي ښايي ځنګلي ژوي د "یو وي" په نامه د خطرناکو وړانګو خطر کې واچوي.

د وولون ګانګ پوهنتون ساینس پوهان وايي حیوانات او نباتات باید له دغو وړانګو سره مقابلې لپاره ډېره انرژي مصرف کړي. زموږ د ساینس خبریاله، 'وېکتوریا ګېل' نور حال لري: