تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رامیز الاکبروف: اوس له افغانانو د مخ اړولو وخت نه دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازی مرسیتال رامیز الاکبروف وايي، افغانستان د یوه بشري کړکېچ اوج حالت ته رسېدلی او په اوسني وضعیت کې ''باید لومړیتوب په ممکن حد کې د قحطۍ، ناروغیو خپرېدو او له همدې کبله د مړینې مخنیوی چارو ته ورکړل شي.''
ښاغلي الاکبروف د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، مرستندویان باید سملاسي عملي ګامونه واخلي، خپلې مرستندویه ادارې د دې بحران لړ کې د نړۍ په کچه تر ټولو سترو اقداماتو ته چمتو کړي، ځکه په وینا یې د لوږې دې بحران مخنیوي لپاره نژدې ۲۴ میلیونه انسانان څلور اعشاریه ۶۴ میلیاردو ډالرو مالي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړی وايي، که څه هم طالب چارواکو ځینې پرېکړې کړې، چې له کبله یې د دې ستونزو هواري لړ کې یې د مرستندویانو پر وړتیا منفي اغېز کړی، خو ''اوس داسې وخت نه دی چې له افغانانو مخ واړوو'' ځکه په وینا یې هغوی د ټولو همغږۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال زیاتوي، بشردوستان او په ټوله کې نړیواله ټولنه باید د هغې بودیجې ازادولو په ګډون چې مخکې د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وه، او په راتلونکي کې د مالي مرستو نه بندولو په شمول هره هغه چاره وکړي، چې له وسه یې پوره وي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو پرمختیايي چارو ادارې مشر آخیم شتاینر، ویلي و، که ملګري ملتونه و نه توانېږي، چې طالبان افغان ښځینه کارکوونکو ته د دې سازمان په ځايي دفترونو کې د کار اجازې ورکولو ته قانع کړي، په مې میاشت کې له افغانستانه د وتلو ''زړه ماتوونکې'' پرېکړې ته چمتو دي.
د اسوشیټډ پریس په رپوټ کې د شتاینر له قوله ویل شوي و چې ملګري ملتونه په دې هیله له طالبانو سره مذاکرات کوي چې د روانې میاشتې هغې پرېکړې لړ کې به استثنا ورکړل شي، چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو ځايي ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوله.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو له مسوولینو سره سره د جي – اووه سازمان او د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي هم په جلا څرګندونو کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو حکومت د سختو محدودیتونو لغو کېدو خبره کړې، د طالبانو مشر ویلي، د افغانستان او نړۍ ګټه په دې کې ده، چې دوی دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.