تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو په موخه غونډه
ټاکل شوې نن (یکشنبه لیندۍ ۲۰مه) د افغان کډوالو په تړاو ایران کې د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو یوه څلور اړخیزه ناسته وشي.
سرچینې وايي، په دې ناسته کې ایران او پاکستان کې د مېشتو کډوالو د ستونزو ارزونه کېږي.
طالب چارواکو تمه ښودلې چې په دې ناسته کې د کډوال د بېرته ستنولو لپاره پر یوه ګډ اغېزناک میکانیزم هم هوکړه وشي.
په دې ناسته کې د ګډون لپاره له افغان لوري د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبد الرحمن راشد د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی دی.
ښاغلي راشد ایران ته له تللو مخکې رسنیو ته وویل، د تهران په کوربتوب دغه ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه پخپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې کېږي:
"د دې ناستې اصلي هدف د کډوالو د ستونزو حل کول دي."
د کډوالو چارو وزارت وايي، د ناستې هدف د افغان کډوالو هڅول دي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
دا ناسته چې نن پیل شوې تر پنځو ورځو به دوام ومومي.
طالب چارواکي ډاډ ښيي اوس افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او افغان کډوال بېرته راستنېدلی او پخپل هېواد کې ارام ژوند کولی شي.
دوی وايي، پر دې هم کار کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسېدو لپاره استوګنیزې مېنې جوړې کړي.
طالب چارواکي له نړیوالو مرستندویو ادارو غواړي چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
په وروستیو کې په دې دواړو هېوادونو په تېره پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلن او د هغوی د بې ځایه ځورونې رپوټونه ورکړل شوي.
ویل کېږي اوسمهال شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال پاکستان او ایران کې مېشت دي.