"دا کاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي"

ادب
د عکس تشریح، دروېش درانی
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د پښتو ادب او فرهنګ مینه والو نن د مې څلورمه نېټه د وتلي شاعر او لیکوال دروېش دراني د ورځې په توګه نومولې ده. د یادونې ده، چې د مې څلورمه د ښاغلي دراني د زوکړې ورځ هم ده او په دې مناسبت یې نن اویایمه کلیزه لمانځل کېږي.

پر خواله رسنیو، پښتانه شاعران، لیکوالان او د پښتو ادب مینه وال د دروېش دراني ورځې لمانځنې ځانګړی هشټګ کاروي او شعرونه یې لاس پر لاس کوي.

د نوموړي یو شمېر مینه والو بیا په همدې مناسبت د غونډو او مشاعرو تابیا هم کړې ده.

د سویلي پښتونخوا په ګلستان سیمه کې زېږېدلي عبیدالله دروېش دراني که څه هم لوړې زدکړې په انګریزي ادبیاتو کې کړې او دغه راز یې د تدریس دنده هم په انګریزي ژبه او ادبیاتو کې درلوده، خو د شعر خوږه ژبه او لوړ احساس یې د دې لامل شوي، چې ځینې بیتونه یې په پښتنو کې د متلونو تر حده مشهور شي.

ادب

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د پښتو په معاصر ادب کې د دروېش دراني نوم اوس یوه معتبره حواله بلل کېږي. په کاڼي کې هنداره، ستوري په لمن کې، هوا او څراغونه، دا بوټي به لونګ شي، په ناورین پسې ناورین، اغزنه لار، کر د ګلو، کره کتنه او د هغې زغمل، پښتو عروض او د پښتنې ژوند کړه وړه، د ښاغلي دراني هغه شعري او نثري اثار دي، چې خورا ډېر لوستل شوي او بیا بیا چاپ شوي دي.

د دروېش دراني د شعر روانه او بې تکلفه ژبه، د ده په نثر او نظم کې له وطن او ولس سره درد او خواخوږۍ ډک احساس د دې لامل شوي، چې نژدې هر لوستی پښتون یې تر څه نه څه حده له اثارو سره اشنا شي او سندرغاړي یې شعرونه زمزمه کړي.

ادب

د عکس سرچینه، social media

افغان ادیب او کره کتونکی اسدالله غضنفر د درویش په شاعري کې د فکر اعتدال او د احساساتو کنټرول دوه بنسټیز ټکي بولي. ښاغلی غضنفر وايي: "د دروېش دراني اکثر نظمونه د اساطيري محتوا په برکت، هم خورا اثرناک دي او هم د مضمون له نظره د بشر له دایمي موضوعاتو سره تعلق لري. د ده د غزل د بیتونو یوه سبکي ځانګړنه دا ده چې ډېر ځله یوه پيښه او واقعه پکې وي. بله دا چې ډیر ځله تشبیه په داسې انداز راوړي لکه تشبیه چې پکې نه وي او هنر پټول لوی هنر دی. دروېش درانی په سبکي لحاظ سعدي ته ډېر ورته راښکاري. دوی دواړه په هغه ښکلا ډیر ښه پوهېږي چې د جملې د نحوې او جوړښت په وجه پیدا کېږي. د سعدي په بیتونو کې واقعه جوړول هم زیات وینو."

شاعر او لیکوال احسان الله درمل وايي، دروېش درانی زموږ د معاصرو شاعرانود لومړي کتار په درې، څلورو لویو شاعرانو کې ځکه شامل دی، چې شعر هم یو بعدي هنر نه دی، بلکې د ژبې، عواطفو، تخیل او تفکر په ګډون څو اړخونه لري، چې د نورو لویو شاعرانو په څېر دروېش هم د شعري هنر په دې ټولو اړخونو کې مخکښ دی.

ډاکتر درمل زیاتوي، ښاغلي دروېش د بل هر لوی شاعر غوندې د ژبې لمن پراختیا، عاطفې عمومي کولو او نويو تصویرونو په برخه کې ژبې او هنر ته لوی خدمت کړی.

ښاغلی درمل د جګړې په مقابل کې د دروېش دراني په شاعرۍ کې موجود احتجاج د نوموړي د هنر لوی کمال بولي، چې په وینا یې شعاري نه، بلکې شاعرانه دی او د ولس د زړه غږ پکې انعکاس شوی.

ښاغلي دراني ته د روان کال په لومړیو کې د پاکستان ولسمشرۍ مقام لخوا د "پرایډ اف فرفامنس" په نامه ملکي جائزه هم ورکړل شوې. نوموړي څو کاله مخکې د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په مناسبت له بي بي سي سره یوه مرکه کې وویل، يوه لويه ستونزه دا ده چې اوس پښتانه خپله د خپلې ژبې په باره کې د کمترۍ په احساس اخته دی.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

د ده په وینا لومړی بايد خپله ولس دې ته چمتو کړل شي چې د پښتو ژبې زدکړه خپل ضرورت وګڼي. ښاغلي دراني ویلي و: "د دې وخت را رسېدلی چې پښتانه پوهان، مشران او سياسي فعالان بايد اوس دا فيصله وکړي چې ايا موږ پښتانه پاته کېدل غواړو که نه؟"

دروېش درانی د شعر په ژبه د وطن او ولس اوسني وضعیت په هکله خپل نظر د دعا او هیلې په توګه څرګندوي:

چی بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي

باداره! دغه جنګ دې د وطــن اخري جنګ شي

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي