تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نیویارک کې د لارۍ بریدګر ته لس ځله د عمري زندان او ۲۶۰ کاله بند سزا ورکړل شوه
د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش هغه پلوي کس ته چې د امریکا په نیویارک کې یې پر پلي خلکو لارۍ ګاډی خېژولی و، د څو ځله عمري زندان سزا ورکړل شوې.
سایفولو سیپوف ۲۰۱۷ کال کې د نیویارک په منهټن واټ خپله لارې پر پلي روانو خلکو وخېژوله، چې له کبله یې اته کسان وژل شوي وو.
نوموړي ته د لس ځله عمري زندان – جمع ۲۶۰ کاله بند سزا ورکړل شوې، چې اته سزاګانې به یې یو ځای دوام کوي او هېڅکله به له زندانه نه خوشی کېږي.
ده ته د سزا له اورېدل کېدو سره هممهاله وویل شول، چې د ډېرو خلکو ژوند یې تباه کړی، خو نوموړي د محاکمې پر مهال هېڅ ډول پښېماني څرګنده نه کړه.
د ازبکستان اوسېدونکي سیپوف چې اوس یې عمر ۳۵ کالو ته رسېږي، د ۲۰۱۷ کال د هالوین مراسمو پر مهال د منهاټن واټ لوېدیځ لور ته پر بایسکل سپرو او پلي کسانو کرایه کړې لارې خېژولې وه.
نوموړي له ګاډي د وتلو پر مهال ''الله اکبر'' ناره کړې وه او پولیسو پرې هغه مهال ډزې کړې وې.
د نوموړي محاکمې لړ کې مخکې محکمې ته ویل شوي و، سیپوف هیله من و، چې له دې برید وروسته به د داعش غړیتوب ورکړل شي.
ښايي، دی به د کولوراډو په 'سوپر ماکس' زندان کې ساتل کېږي، چې سخت امنیتي تدبیرونه لري او زندانیان یې هره ورځ تر ۲۳ ساعتونو پورې د زندان په کوټو کې ساتل کېږي.
په هغه پېښه کې پنځه وژل شوي کسان له ارجنټاینه امریکا ته تللي سیلانیان و او یوه ۳۱ کلنه ښځه وه، چې د ښار لیدو ته تللې وه.
پېښه کې دوه امریکایان وژل شوي و، چې یو یې ۳۲ کلن اقتصادي کارکوونکی او بل یې ۲۳ کلن سوفټوئر انجینر و.