ایا د اوبو بوتل په ښه توګه پاکېدلی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بیا کارولو وړ اوبو بوتلونه څومره ککړ دي؟
کارپوهانو لس د بیا کارونې وړ د اوبو بوتلونه وازمویل او یې وموندله چې دوی په اوسط ډول په هر مليلېتر اوبو کې ۲۰٫۱ میلیون باکتریاوې لري.
په پرتله کې، د عمومي تشنابونو د اوبو ازموینې ښودلې چې په هر مليلېتر کې یوازې ۶۰۰ باکتریاوې موندل کېږي.
دا پایله ښايي ټکان ورکوونکي وبرېښي، خو د میکروبپېژندونکي جاشوشا اوزوچکوا په وینا، د بوتل په اوبو کې ډېری باکتریاوې مضرې نه دي او ممکن د ناروغۍ لامل نه شي، په داسې حال کې چې په تشناب کې باکتریاوې خورا خطرناکې دي.
د اوبو بوتل پاکولو غوره لاره څه ده؟
جاشوشا اوزوچکوا سپارښتنه کوي چې خپل بوتل په ورځ کې یو ځل د لوښو مینځلو مایع سره ومینځئ او همدارنګه په اونۍ کې یو ځل خپل بوتل د لوښو مینځلو ماشین یا (ډېش واشر) کې پاک کړئ – البته که د لوښو مینځلو ماشین کې د مینځلو وړ وي.
ایا ټیکټاک زموږ پر پېر اغېزه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې ورځو کې، ټولنیزې شبکې لکه ټیکټاک او انسټېګرام زموږ د توکو پېرلو پر پرېکړه له پخوا ډېر اغېز کوي.
د بیا کارونې وړ اوبو بوتلونو یوه برنډ په ټیکټاک کې ډېری مینه وال پیدا کړي دي.
د دې برنډ ویډیوګانې په ټوله نړۍ کې له اوو میلیاردو ډېر ځله لیدل شوې او تېر کال یې پلور ۷۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کې یې پلور یوازې ۷۰ میلیون ډالره و.
اعلانونه حتی د دې لامل شوي چې خلک په شپه کې د دې ځانګړي ډول بوتل پېرلو ته په کتار کې ودرېږي.


















