د خوړو نړيوال پروګرام: ښايي افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر نور هم زيات شي

    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکړي چې ښايي په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر لا لوړ شي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډبلیو اېف پي وايي دوی په عاجله توګه یو ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او که د راتلوونکو شپږو میاشتو لپاره نړیواله ټولنه یو میلیارد ډالر ورنکړي نو دوی به اړ شي چې د خپلو مرستو کچه لا کمه کړي.

ډبلیو اېف پي وايي اړتیا ده چې د ژمي له رارسېدو مخکې په لرو پرتو سیمو کې د میلیونو اړو افغانانو لپاره خوراکي توکي زیرمه کړي او د دې لپاره په بیړنۍ توګه لسګونو میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

په کابل کې د ډبلیو اېف پي ویاند وحیدالله اماني وايي، "د خوړو نړيوال پروګرام غواړي په لېرې پرتو سیمو کې له دريو ميليونو زياتو کسانو لپاره د ژمي پر مهال خوراکي توکي زېرمه کړي. د دې لپاره په بېړنۍ توګه ۱۱۱ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده."

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو او دوه سوو زرو اړوي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د بشري مرستو کچه وروسته له هغه کمه شوه چې تېر کال په ډسمبر کې او بیا د روان کال په اپریل میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون د ټولو نادولتي موسسو ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع کړې.

سره له دې چې مرستنیدویه ادارې د ښځینه کارکوونکو تشه اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو په بهیر کې لویه ستونزه بولي، وايي که د نړیوالې ټولنې لخوا ورسره مرستې ونه شي نو د هغو افغانانو شمېر به لا ډېر شي چې د خیریه ادارو لخوا بشري مرستو ته اړ دي.

د ښاغلي اماني په وینا ډبلیو اېف پي په ټوله کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري او که په وخت یې مالي لاسنوی ونشي دوی به ونشي کولای چې د ژمي لپاره لرو پرتو سیمو ته خوراکي توکي ورسوي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مالي مرستو د کمېدو په پایله کې وار دمخه د خوراکي توکو د کڅوړو اندازه کمه کړې او اته میلیونه اړ افغانان یې د خپلو مرستو له لسته لیري کړي چې یو اعشاریه څلور میلیونه په کې هغه میندې او ماشومان دي چې په خوارځواکۍ اخته دي.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا هم ویلي وو چې په راتلوونکې ژمي کې یې پر اړو افغانانو د بشري مرستو د ویشلو پلان چمتو کړی او تېرو تجربو او شته خطرونو ته یې په کتو يې ۱۳۷ ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د اوچا په وینا په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري خو دوی غواړي چې د پلان له مخې څه باندې ۲۱ میلیونو ته بشري مرستې ورسوي. دې بنسټ د خپل پلان د عملي کولو لپاره له نړیوالې ټولنې په بېړنۍ توګه د څه باندې ۵۵۸ میلیونو ډالرو مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته په داسې حال کې اړ دي چې طبیعي افتونو لکه سېلابونو او وچکالۍ ځپلي او ترڅنګ یې ښځې له کار کولو منع کړای شوي دي.

د ژمي له رانژدي کېدو سره په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې د مالي مرستې غږ کړی.