یوه انګلنډۍ جوړه خپلې ۹۰۰ مېږې څنګه ساتي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په ۲۰۲۰ کال کې یوې انګلنډۍ جوړې سم او سمنتا اډوارډز د انګلنډ لوېدیځ دورسېټ کې خپل کور ته نژدې په یوه کوچني څړځای کې د څو مېږو ساتلو شوق پیل کړ.

څلور کاله وروسته د دې مېږو شمېر ۹۰۰ ته ورسېد او اوس د څارویو یوه بریالۍ سوداګري پر مخ وړي.

د دوی نېکمرغي په دې کې ده چې د فارم کرایه ور په غاړه نه ده او په همدې کوچنیو څړځایونو کې یې ساتي.

سمنتا وايي، له دې سره یې د فارم د کرایې لګښت بچت کړی.

هغه وايي: "موږ اصلا کوم فارم نه لرو. پر موږ ان د سوداګریز فارم کرایه هم نه شته."

نوموړې زیاته کړې: "موږ یوازې په لوېدیځ دورسېټ کې د څړځایونو جواز لرو، دلته یې څروو، څارو یې او پکې خوندي دي."

سمنتا وايي، مېږې یې په طبیعي ډول وده کوي او د کروندګرو د ټولنې او له ځايي ملاتړه خوښ دي.

دا څړځایونه لنډ مهالی تړون لري، د څارویو څښتنانو ته د دې اجازه ورکوي چې خپل څاروي د بل چا په ځمکه کې وڅروي.

دا جوړه چې د انګلنډ په سېرن اباس کې اوسېږي او یو زوی هم لري د دایمي څړځایونو له ډېرو څښتنانو سره هوکړې لري، خو وروسته له هغې یې فعالیت لا پراخ شو چې د ژمي لپاره یې هم خپلو څارویو لپاره دغه څړځایونو کې سرپنا ومونده.

سمنتا وايي: "دې کار زموږ د سوداګرۍ په وده کې خورا مرسته وکړه، ځکه چې موږ د ژمي لپاره کافي خواړه لرل."

کله چې دوی دا کار و بار پیل کړ، دواړو دندې لرلې چې پوره ورځ به دنده کې وو خو اوس نیمه ورځ دندو ته ځي.

هغه وايي: "موږ باید ډاډه و اوسو چې له موږ څخه یو کس رمې سره شته. موږ مېږې څارو چې څه کوي. موږ په ډېر شوق او انګېزې دا کار کوو او غواړو خپل کار و بار داسې ځای ته ورسوو، چې هېڅ د بل کار کولو ته اړتیا و نه لرو. موږ په سختۍ له دې ځایه وزګارېږو چې چېرې لاړ شو."

دا جوړه په دې برخه کې د خپل سخت کار او هڅو له امله برمنګهم کې د بریتانیا د فارمونو د جایزې په مراسمو کې وستایل شوه او جایزه یې ترلاسه کړه.

سمنتا وايي: "موږ بیخي حیران یو. تمه مو نه وه چې دا جایزه به موږ ګټو. کله فکر کوو چې په ډېرو منډو رامنډو لېوني شوي یو. موږ واقعا سخت کال درلود. مېږو بچي راوړل او موږ به ورته په باران کې ولاړ وو. د مېږو او پسونو په ساتلو کې به هر څوک ورته ننګونو سره مخ وي، خو زموږ لپاره دا وروستۍ ورځې ډېرې هیجاني وې."

سمنتا وايي: "یوه ورځ به زمون خوب دا وي چې یوه داسې فارم پیدا کړو چې کرایه یې مناسبه او دې ځای ته نژدې وي، ځکه موږ د ځینو کورنیو دلالیو له امله نه غواړو دورسېټ پرېږدو-موږ غواړو همدلته پاتې شو او د کرنې له ټولنې سره په اړیکه کې اوسو. "

نوموړې زیاته کړې: "زموږ هیله به دا وي، چې یو څه امنیت ترلاسه کړو او خوندي شو، ځکه د څړځایونو له جوازونو کار اخیستل خورا سخت وي او تاسې واقعاً په دې نه پوهېږئ، چې بل کال ته به څه پېښېږي. دا ډېر سخت کار دی چې په داسې ځای کې څارویو ته خواړه برابر کړې او هر څه پسې په لاریو کې ښکته پورته منډې ووهې."