امریکا کې لمر نیونه (کسوف) په انځورونو کې؛ رڼا ورځ یې توره شپه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د لمر نیولو سیوری او تیاره لومړی په ارام سمندر کې او وروسته پر مکسیکو خپره شوه. او کله چې خلکو ورته کتل، رڼا ورځ په توره شپه بدله شوه.

مکسیکو، امریکا متحده ایالاتو او کاناډا کې په ملیونونو خلکو د دوشنبې په ورځ په بشپړ ډول د لمر نیونې (کسوف) ننداره وکړه، چې ورسره پر دغې لویه وچه تیاره خپره شوه.

دا ډول لمر نیونه یوه له نادرو پېښو بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشپړ کسوف په لاره کې ځایونه تر څلورو دقیقو پورې په تیاره کې ډوب شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼ شمېر کورنیو د لمر نیولو پېښې لېدو لپاره سفر کړی وو او ځانګړې عینکې یې په سترګو کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم واشنګټن ډي سي او نیویارک ښارونه د لمر نیولو په لار کې نه وو، خو بیا هم په دواړو ښارونو کې ۹۰ سلنه لمر نیونه ولیدل شوه. خلک د کسوف لیدلو لپاره لارو او سړکونو ته راوتلي وو.
ځینې کسانو ان ولیدل چې لمر په بشپړه توګه د سپوږمۍ شا ته پټ شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کاناډا سټارګازرز وروستی ځای و، چې خلکو په کې د لمر نیونه ولیدله.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشپړ کسوف په لاره کې ځایونه تر څلورو دقیقو پورې په تیاره کې ډوب شوي وو.





















