تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې پر شفا روغتون د اسرائیلي ځواکونو شپنی برید
د اسرائیلي پوځ ځواکونه د شپې لخوا د یوه برید په ترڅ کې په غزه کې د شفا روغتون ته ننوتلي دي. د دغه روغتون شاوخوا کې د ټانکونو د ځای پر ځای کېدو او په سیمه کې د درنو ډزو راپورونه ورکول کېږي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند وايي، د دغه روغتون په محدودو سیمو کې "ډېر دقیق عملیات شوي" او موخه یې د دغه روغتون له دننه د حماس د قوتونو بیا را ټولېدو او فعالیتونو بیا پیلولو مخنیوی دی.
د اسرائیلو پوځ وايي، "د حماس لوړ پوړي ترهګر یو ځل بیا راټول شوي" او د شفا روغتون له دننه د نویو بریدونو د چمتو کولو په لټه کې دي.
په ورته وخت کې عیني شاهدانو د غزې ښار د شفا روغتون دننه او شاوخوا حالت ویرونکی بولي.
په یوه ثبت شوي غږیز پیغام کې چې د واټس اپ په یوه ګروپ کې شریک شوی، یو سړی وايي: "ټانکونو موږ محاصره کړي یو. موږ د خیمې دننه پناه وړې. "موږ له لېرې د ټانکونو د ډزو غږ اورو."
په همدې حال کې په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ناتایید شویو ویډیوګانو کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
په یوه غږیز پیغام کې چې د روغتون له دننه خبریالانو ته استول شوی، محمد سعید وايي: "سرتېري د روغتون ودانۍ ته ننوتي دي. دلته مړي او ټپیان پراته دي او پوځیانو څو تنه ځوانان ونیول. حالت خورا خراب او ویجاړونکی دی."
د اسرائیلو پوځ مخکې نه و ویلي چې په شفا روغتون کې د نويو عملیاتو د ترسره کولو اراده لري.
په یوه ویډیو پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ د مارچ اتلسمې نېټې په سهار پر اېکس خپور شوی، د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري پکې ویلي، پر شفا روغتون د پوځ برید " تر ډېرو قوي معلوماتو وروسته شوی او چټک غبرګون ته اړتیا وه."
د اسرائیلو د پوځ دغه چارواکي ویلي، روغتون به د برید پر مهال خپل کار ته دوام ورکړي او د ناروغانو او کارکوونکو وتلو او تشولو ته اړتیا نشته.
د غزې په ښار کې د شفا روغتون د ناروغانو او طبي کارکوونکو سربېره، یو زیات شمېر له جګړې پټ شوي خلک هم د دغه طبي مرکز په شاوخوا کې مېشت دي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند ویلي، دغه کسان به "د تخلیې له لارې" د عملیاتو له ډګره ووځي. په عین حال کې، د اسرائیلو پوځ د حماس د هغو ځواکونو د "سمدستي تسلیمېدو" غوښتنه کړې چې د اسرائیلو په وینا په دې روغتون کې ځای پرځای شوي دي.
په عین حال کې، د غزې روغتیایی سازمان، چې د حماس تر څارنې لاندې فعالیت کوي، په یوه بیان کې د سهار برید "له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه" بللې.
غزې ته د خپلو پوځیانو د ننوتلو له لومړۍ اونۍ راهیسې، اسرائیل ادعا کوي چې حماس روغتونونه او طبي مرکزونه د قوماندې مرکزونو په توګه کاروي او له هغه ځایه د اسرائیلو پر وړاندې خپل بریدونه تنظیموي.
حماس دغه ادعاوې ردوي، خو د امریکا استخباراتي سرچینو چې په نړۍ کې د اسرائیلو ترټولو ستر ملګری دی، د اسرائیلو او غزې جګړې په لومړيو میاشتو کې د ځینو شواهدو یادونه کړې وه او "د حماس وسله والو لخوا یې د طبي مرکزونو کارولو" ته اشاره کړې وه.
د اسرائیلو پوځ چې د تېر کال په نومبر میاشت کې یې د شفا پر روغتون لومړی برید وکړ، وايي، د روغتون لاندې یې د تونلونو یوه شبکه او په هغو کې یې وسلې موندلې وې.
د غزې په ښار کې د جګړې له پیل مخکې د شفا روغتون د غزې په تراډه کې ترټولو لوی روغتیايي مرکز و.