د طالبانو کډوالو چارو وزارت: یوازې دوو اونیو کې له ایرانه ۴۵ زره افغانان را استول شوي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کډوالو چارو وزارت وايي، یوازې په تېر دوو اونیو کې ایراني چارواکو افغانستان ته شاوخوا ۴۵ زره افغان کډوال ستانه کړي دي.

ښايي په دومره کمه موده کې له ایرانه د دومره لوی شمېر کډوالو ستنول کمساري وبلل شي. پخوا بي‌ بي‌ سي پښتو ته مالومه شوې وه چې له ایرانه په منځني‌ ډول هره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، "په تېرو تقریبا دوه اونیو کې له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۵۰ زره کسان هېواد راستانه شوي دي. په دوی کې ۵ زره یې له پاکستان راغلي او د ۴۵ زره په شاوخوا له ایرانه راغلي دي"

ښاغلي حقاني بي‌بي‌سي پښتو ته وویل، افغانستان ته په استول شویو کډوالو کې "ډېره برخه یې په اجباري ډول را ایستل شوي دي."

ایران ته هره اوونۍ زرګونه افغانان په سختو او ناقانونه لارو د مزدورۍ او ځینې یې له هغه ځایه ترکیې او اروپايي‌ هېوادونو ته په قاچاقي‌ لارو ځي. ایران، اروپايي‌ هېوادونو ته د افغانانو او پاکستان د قاچاقي تللو مهمه لاره بلل کېږي.

هغه افغانان چې په ترکیه کې اروپا ته پر لار نېول کېږي، ایران ته استول کېږي او له هغه ځایه د نیمروز او هرات له لارې افغانستان ته ستنول کېږي چې ځینې وخت په کې ښځې او ماشومان هم وي.

په ایران او پاکستان کې ملیونونه افغان کډوال هم مېشت دي خو د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې په دغو ۴۵ زره ستنول شویو افغانانو کې ډېرې هغه کسان دي‌ چې اروپا ته په قاچاقي لارو نیول شوي وو.‌

‌بل خوا که څه هم له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر د پخوا پرتله کم شوی، خو د شمېرو له مخې د تېرې اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې له ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته لېږل شوي دي.‌

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، ستنېدونکو کډوالو سره د "خپلې وسې مرسته کوي" خو د دوی اقتصادي وضعیت او د کډوال شمېر ته په کتو دغه مرستې ډېرې د پام وړ نه دي.‌