ریشي سوناک کوچنیو کښتیو کې د راغلو پنا غوښتنې پای ته رسوي

د خپرېدو وخت

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ویلي، د یوه نوي قانون له مخې چې راتلونکې اونۍ به اعلان شي، هر څوک چې بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې رسېږي دلته به یې د پنا غوښتنې مخه نیول کېږي او رواندا ته به استول کېږي.

د بریتانیا د کابینې وزیران باید هر هغه څوک چې بریتانیا ته راځي په ډېر نژدې "منطقي عملي ډول" له دې لارې بېرته واستوي.

لومړي وزیر وویل، د "کښتیو درول" یې له پنځو لومړیتوبونو څخه یو دی.‌

د بریتانیا سرې میاشتې چې یوه خیریه بشردوستانه ټولنه ده،‌ دا طرحه "ډېره اندېښمنوونکې" بللې ده.

په پام کې ده چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سویلا برېورمن نوی قانون د سې شنبې په ورځ معرفي کړي.

دا مهال پنا غوښتونکي حق نه لري چې په دې هېواد کې د دوی د قضیو ارزولو ته پاتې شي.‌ د نوي قانون له مخې، هغه کسان چې په کوچنیو بېړیو کې بریتانیا ته رسېږي، په بریتانیا کې به یې د پنا غوښتلو مخه نیول کېږي رواندا یا "دریم خوندي هېواد" ته به استول کېږي او د تل لپاره به یې د راستنېدو مخه نیول کېږي.

ریشي سوناک د یکشنبې په ورځ مېل ته وویل "هېڅ تېروتنه مه کوئ، که تاسو دلته په ناقانونه توګه راشئ، تاسو به د پاتېدو توان ونه لرئ."

په پام کې ده چې ریشي سوناک به د راتلونکې جمعې په ورځ پاریس کې د بریتانیا-فرانسې په سرمشریزه کې ګډون وکړي. دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره د بریتانیا-فرانسې لومړنۍ سرمشریزه ده.

"غچ اخیستونکي او ناکارنده"

انګېرنې دا دي چې دواړه سیاستوال به د کوچنیو کښتیو کړکېچ په اړه بحث وکړي.

ښاغلي سوناک ژمنه کړې چې "د تل لپاره به د کښتیو مخه ونیسي".

نوموړي د یکشنبې په ورځ مېل ته وویل: "غیر قانوني کډوال د بریتانیا د مالیې ورکوونکو لپاره مناسب نه دي، د هغو خلکو لپاره چې دلته په قانوني ډول راځي، منصفانه نه ده او دا سمه نه ده چې د جرمي ډلو د غیر اخلاقي سوداګرۍ دوام ته اجازه ورکړل شي. د کښتیو د درولو لپاره ټینګ هوډ لرم."

د بریتانیا سرې میاشتې ویلي، دا پلانونه د هغو خلکو لپاره لږ کارنده دي چې د خوندیتوب په لټه کې خپل ژوند په خطر کې اچوي.

یوې بلې خیریه ټولنې (له ربړونې ازادي) چې پنا غوښتونکو ته درملنه چمتو کوي، دوی "غچ اخیستونکي او ناکارنده" بللي.

د حکومت ژمنه سمه نه ده. رواندا ته هېڅ کډوال نه دی لېږل شوی او د دې کار لپاره پلاننونه اوس ځنډول شوي دي. او له اروپايي ټولنې سره د بېرته ستنېدو هېڅ تړون هم نه شته.

تېر کال، حکومت له رواندا سره یو تړون اعلان کړ چې پنا غوښتونکي هلته په یو طرفه ټیکټ سره ولېږي.

په هر حال، دا پلان د کمپاینرانو له سخت مخالفت او قانوني مداخلو وروسته له تر اوسه نه دی عملي شوی.

مخالفین استدلال کوي چې رواندا یو خوندي ځای نه دی او دا پروګرام د بشر حقونو قوانین نقضوي.

په تېره ډیسمبر میاشت کې عالي محکمې پرېکړه وکړه چې دا پروګرام د ملګرو ملتونو د کډوالو له کنوانسیون سرغړونه ده. تمه کېږي چې دا پرېکړه به په محکمو کې له نورو ننګونو سره هم مخامخ شي.

ددې پلان له مخې، پنا غوښتونکو ته ښايي په رواندا کې د پاتېدو یا په یوه "خوندي دریم هېواد" کې د پنا غوښتنه وشي.

د بي بي سي لخوا د راغونډو شویو حکومتي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې ۴۵۷۵۶ کډوال له دې لارې بریتانیا ته راغلي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د حکومت لخوا په دې اړه د شمېرو راغونډولو له پیلېدو راهیسې دا تر ټولو لوړه شمېره ده.

د کورنیو چارو وزارت وروستۍ شمېر ښيي چې سږ کال ۲۹۵۰ کډوال له دې لارې تېر شوي دي.

ډېری هغه کسان چې د کښتۍ له لارې انګلستان ته له رسېدو سره سم د پنا غوښتنه کوي او که د دوی قضیې ومنل شي، نو انګستان کې د پاتې کېدو غوښتنه کولی شي.

په هر حال،‌ د ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۸مه یا ترې وروسته چا چې د پنا غوښتنه کړې، که د اروپايي ټولنې د هېوادونو په شان له "یوه دریم خوندي هېواد سره تړاو" ولري، نو ردېدلی شي.‌