تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وايي، یوازې هله د دوحې-۳مې ناستې کې ګډون کوي چې شرطونه یې ومنل شي
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دوحې په راروانه درېیمه ناسته کې یوازې هله ګډون کوي چې د دوی د "نظام موقف" پکې ومنل شي.
دا خبره د طالبانو حکومت د ریيس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو ته په کابل کې په یوه ناسته کې کړې ده.
اغلې ډیکارلو د طالبانو حکومت ته د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون بلنه او په اړه یې معلومات ورکړي دي چې په راروانو څو اوونیو کې په قطر کې کېدونکې ده.
په دې هکله د طالبانو حکومت د ارګ پر اېکسپاڼه د مولولي عبدالکبیر له خولې لیکل شوي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د دوحې-۲مه ناسته د دوی له ګډون پرته نیمګړې وه او هیلهمن دي چې دا ځل د دوی د "نظام دريځ" ومنل شي نو خپل پلاوی به ورولېږي.
د یادولو ده چې طالبانو په دې دلیل تېره ناسته کې له ګډونه انکار کړی و چې ویل یې یوازې "تشریفاتي" ګډون نه پکې غواړي بلکې ملګري ملتونه یې استازو ته "دافغانستان د رسمي او یوازني مسئول پلاوي" په دریځ باید قایل شي.
ملګرو ملتونو دا غوښتنه ځکه نه وه منلې چې ویل یې دا به د طالبانو حکومت په رسمیت د پېژندلو په معنا وي.
نړۍ سره تعامل
د طالبانو حکومت د ریيس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له اغلې ډیکارلو سره په کتنه کې همدا راز ویلي چې حکومت یې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو "ژمنو ولاړ دی" او "ورسره د ستونزو دوام نه غواړي، بلکې نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی."
د طالبانو حکومت د ارګ پر پاڼه په دې ناسته کې د روزمېري ډیکارلو له قوله لیکل شوي چې هغې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د دوحې په راروانه ناسته کې د طالبانو حکومت د ګډون شرايط "سخت نه دي" او هیله یې څرګنده کړې چې پلاوی به یې برخه پکې واخلي.
اغلې ډیکارلو زیاته کړې چې د دوحې-۳مه غونډه له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او ورسره د تعامل عادي کولو لپاره یو ښه فرصت دی.
د دوحې-۳مه ناسته پر څه ورټوله ده؟
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دې مرستیالې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم کتلي دي.
مولوي متقي هم په دې کتنه کې د دوحې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو حکومت پر مخکېني دریځ ټينګار کړی.
د دغه وزارت مرسیال ویاند حافظ ضیاء احمد پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې مولوي متقي له اغلې ډیکارلو غوښتي چې د دوحې په راراونه ناسته کې "باید د افغانستان واقعي استازي د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي"
ښاغلي متقي زیاته کړې چې د دوی د حکومت د بهرني سیاست "اساسي اصول توازن او اقتصاد محوري ده چې ټولو لورو ته پکې ښه فرصتونه شته"
د اغلې ډيکارلو له خولې حافظ ضیاء احمد لیکلي چې ملګري ملتونه "د افغانستان له حکومت سره تعامل غواړي" او "د دواړو لورو پر غوښتنو او اندېښنو ښايي واضح بحثونه او خبرې وشي."
د اغلې ډيکارلو له قوله همدا راز لیکل شوي چې "د دوحې-۳مه ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو تر څنګ دا ځل د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي او بحثونه به پر مالي او بانکي موضوګانو، نشهيي توکو سره د مبارزې او کروندګرو ته د بدیل معیشت او د اقلیمي بدلون له کبله د راټوکېدونکو ستونزو په څېر مسئلو باندې خبرې وشي"
د قطر په دوحه کې به دا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمه ځانګړې غونډه وي چې د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه پکې اخلي.
د دې لړۍ لومړۍ غونډه د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې وه چې طالبان نه وو وربلل شوي.
دویمه ناسته یې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر ۱۸-۱۹مه وشوه چې د طالبانو حکومت پکې له ګډونه انکاري شو او راروانه هغه یې درېیمه ده چې ملګري ملتونه پکې د دوی پر ګډون ټينګار کوي.
د طالبانو حکومت دغو دواړو لوړوپوړو چارواکو د ملګرو ملتونو استازې ته پر دې ټینګار کړی چې ګواکې ټول هېواد اوس "تر یوه امیر او حاکمیت لاندې دی، د افغانستان له خاورې چا ته ګواښ نه شته، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي، داعش ځپل شوی، نشهيي توکو سره مبارزه روانه ده، ښځو ته هم د کار په برخه کې فرصتونه ایجاد شوي او حکومت له خلکو سره د ستونزو په حل کې همکار دی" خو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کېږي چې له درو کلونو تېرېدو سره سره لا هم نجونې له اووم ټولګي پورته زدکړو ته نه پرېږدي او د کار او عام ژوند په برخه کې یې هم بېلابېل بندیزونه او محدودیتونه پرې لګولي دي.
ښکاري دې د طالبانو حکومت پر هغه څه سیوری غوړولی چې دوی یې "خپلې لاسته راوړنې" بولي او لا هم نړۍ نه ده چمتو شوې چې حکومت یې په رسمیت وپېژني.