نړیوال جام کې له افغانستان تاریخي ماتې ته د بابر اعظم لومړی غبرګون: "په هغه شپه مې خوب ونه شوای کړی"

د خپرېدو وخت

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان بابر اعظم په لومړي ځل د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړيوال جام کې له افغانستان تاریخي ماتې ته غبرګون په ډاګه کړی.

هغه پاکستان کې د زلمي پوډکاسټ په نامه یوې خپرونې ته ویلي، هغه ورځ ورته "ډېره سخته وه" چې د هند په چنايي کې یې افغانستان ته لوبه وبایلله.

هغه لومړی ځل و چې افغانستان په یوه نړیواله پنځوس اووره لوبه کې پاکستاني ته ماتې ورکړه. ښاغلي اعظم په دغه مرکې ویلي، "هغه زما لپاره ډېره سخته ورځ وه، په هغه شپه مې خوب ونه وشو کړای."

خو نوموړی زیاتوي، "سختې ورځې د ژوند برخه دي او زدکړه ترې په کار ده."

د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې له پرله پسې ماتو وروسته، بابر اعظم چې تکړه توپوهونکی دی، له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه چې پر ځای تېز توپ اچوونکی شاهین شاه اپریدی وټاکل شو.

په هغه لوبه کې پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه کړې او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

بابر اعظم په دغه اوږده مرکه کې زیاتوي، "موږ ښې منډې کړې وې، خو هغوی (افغان لوبغاړو) ښه لوبه وکړه او داسې نه ښکارېده چې ودې سوځېږي."

افغان لوبډلې دغه هدف یوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په نهه څلوېښت اورونو کې پوره کړ او لوبه یې په اتو وېکټو ګټلې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه څه ډول وه؟

په دغه تاریخي لوبه کې د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر (۸۷) منډې کړې وې. د نوموړي تر څنګ رحمت شاه ۷۷ منډې او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او په یوه څلوریزه یې لوبه په بریا پای ته ورسوله.

په دې لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي نور احمد لکڼوال په ۱۰ اورونو کې د ۴۹ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي سوځولي وو.

همدا راز نوين الحق دوه، محمد نبي او عظمت الله عمرزي يو يو لوبغاړی سوځولی و.

د پاکستان لپاره لوبډلمشر بابر اعظم ۷۴، عبدالله شفيق ۵۸، شاداب خان۴۰ او افتخار احمد ۴۰ چټکې منډې کړې وې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ کې په متحده عربي اماراتو کې شوې وه چې پاکستان وګټله.

له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږ نورې یو ورځنۍ لوبې هم وشوې، چې ټولې پاکستان وګټلې خو په شل اوریزو سیالیو کې یې دوه ځله له افغانستان ماته خوړلې ده.