'چې کان ته کښته کېږو مطمین نه یو چې بېرته به ژوندي راخېژو که نه؟'

'چې کان ته کښته کېږو مطمین نه یو چې بېرته به ژوندي راخېژو که نه؟'
د خپرېدو وخت

د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې چاودنې پنجشنبه لږترلږه ۳۴ کان کېدونکي ووژل او یو شمېر کاریګر په کان کې ایسار پاتې شول. د دوی لټون او د مړو د رایستلو عملیاتو تېره ورځ (جمعه) هم دوام درلود.

دغلته ځینې کان کېدونکي شکایت کوي، چې د سر په بیه کار کوي خو مزد او پیسې یې ډېرې کمې ده.

په پاکستان کې د کانونو مرګونې پیښې عامې دي،‌ په ځانګړې توګه د دغه هېواد په بلوچستان کې.

د کارګرانو د حقونو غورځنګونو په وار وار دغه سکتور لپاره د خوندیتابه معیارونو پلي کولو غوښتنه کړې ده.

بلوچستان د مساحت له پلوه لوی او د کاني زېرمو له اړخه بډای دی، خو د زدکړو، کارموندنې او اقتصادي ودې په ګډون په نږدې ټولو شاخصونو کې د هېواد له نورو برخو وروسته پاتی دی.