د خندا نړیواله ورځ؛ ایا له ګټو یې خبر یاست؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
کارپوهان وايي څوک چې خاندي او خوښ وي، دفاعي سیستم یې د ناروغیو پر وړاندې پیاوړی او عمر یې اوږد وي.
خندا نه یوازې د ناروغیو په مخنیوي او درملنه کې مرسته کوي بلکې د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره هم مهمه ګڼل کېږي.
هرکال د می میاشتې اوله یکشنبه د خندا د ګټو په اړه د پوهاوي ډېرولو لپاره، د خندا نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.
دا چې خندا څه ګټې لري، دلته ورته کتنه لرو.
وايي خندا د ژوند مالګه ده، په دې مانا چې که خندا نه وي ژوند بې خونده وي. اکثره خلک خندا له خوشالۍ سره تړي او وايي چې که څوک خوشاله وي خندا ورسره پخپله پیدا کېږي.
خو خندا بېلابېل ډولونه او اهنګونه لري، لکه یوې ټوکې ته خندا، د مثبت غبرګون پرمهال خندا، د ادب په چوکاټ کې خندا، پر موضوع له پوهېدو پرته له نورو سره خندا، له زړه خندا، دروغجنه خندا، یو ناڅاپه پر یو څه خندا، ترخه خندا، بې ځایه خندا او داسې نور.
د کارپوهانو له نظره ریښتنې خندا چې له زړه وي د روغتیا لپاره ګټوره ده او د ګڼو ناروغیو مخنیوي او کمولو کې مرسته کوي.
د ډاکترانو وینا ده چې د خندا په وخت کې د اندورفین په نامه یو هورمن د انسان په بدن کې افرازېږي چې د خپګان په لېری کولو کې مخامخ رول لري.
دوی دغه هورمن ته د درد ضد طبعي درمل وايي. کارپوهان وايي که خندا نه درځي او غواړئ وخاندئ، نو یو خندونکی فلم یا تلویزیوني خپرونه وګورئ، خندونکو خلکو او له خپلو هم طبعه ملګرو سره مجلس وکړئ، ماشومانو سره لوبې وکړئ او یا داسې کوم بل فعالیت چې کولای شي ستاسو پر شونډو خندا خپره کړي.
د اړیکو پیاوړي کول، نور ځان ته جذبول او د شخړو په کمولو کې مرسته د خندا د ټولنیزو له ګڼو ګټو څو دي.
خندانې څېرې، خندونکی، ښاد او مثبت انسان له ټولنیز اړخه د خلکو ترمنځ منلی ګڼل کېږي.
خندا د انسان فطري اړتیا ګڼل کېږي، د انسان له پیدایښت سره غم او خوښي دواړه پیدا شوي، خو د ژوند په لومړیو پړاونو کې له خندا سره د انسان اړیکه پیاوړي وي.

د عکس سرچینه، AFP
په ۱۹۹۸ کال کې د هند په ممبي ښار کې په لومړي ځل د خندا نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
دا د ډاکتر مدن کتاریا طرحه وه. هغه غوښتل دا وازمايي چې ایا خندا له درمل ګټوره ده کنه؟
"ما د یوې روغتیايي مجلې لپاره یو مطلب لیکه، د خندا او خندا د ګټو په اړه له ډېرو څیړنو له موندلو وروسته ما فکر وکړ چې هېڅوک نه خاندي، بیا نو سهار په څلور بجو له خوبه ویښ شوم او ځان سره مې وویل چې ولې د خندا یو کلب جوړ نه کړم.خپل کور سره نژدي پارک ته لاړم، هلته مې خلکو ته وویل چې زه غواړم د خندا یو کلپ جوړ کړم، هغوی ما پورې خندا پیل کړه. هغوی راته وویل ډاکتر صیب، ته ښه یې؟ ما وویل، هو، زه ښه یم."
ډاکټر کتاریا د خندا ګټو ته په کتو ټینګار کوي چې که خندا نه درځي تر هغه د درغو خندا وکړئ چې ریښتنې خندا درشي.
"زه صادقانه ګومان کوم چې خندا تر ټولو ښه درمل دي، زه په دې هم پوهېږم چې ډېر خلک د درملو پرځای په خندا له ناروغیو ښه کېږي."
کله چې د خندا د ګټو په اړه پوهای ډېر شو، نه یوازې د هند په نورو برخو بلکې ټوله نړۍ کې د خندا کلبونه جوړ شول. بیا نو ډاکتر مدن کتاریا وپتیېله چې د خندا یوه نړیواله ورځ هم باید وي.

د عکس سرچینه، AFP
په لومړي ځل د ۱۹۹۸ کال د جنورۍ میاشتې په یولسمه د خندا نړیواله ورځ په پراخه توګه ولمانځل شوه، له هماغه راهیسې دا ورځ لمانځل کېږي خو د جنورۍ په یولسمه نه، ځکه چې د جنورۍ په میاشت کې په اروپا، امریکا او کاناډا کې سخت یخني وي، په همدې خاطر د خندا نړیواله ورځ د می میاشتې لومړۍ یکشنبې ته واړول شوه.
موخه یې دا ده چې د خندا د ګټو په اړه د خلکو پوهاوی ډېر شي.
انسان په خپل ژوند کې لوړې ژورې لري خو کارپوهان وايي په کوچنیو شیانو باید ځان خپه نه کړي.
هغه خلک چې په ګډه خاندي، ګډ پاتې کېږي، په دې کې شک نشته چې خندا د کورنۍ غړي له یو بل سره تړلي ساتي، هغه خلک چې له یو بل سره خاندي، له یو بل سره جنګ نه کوي.
څېړنو موندلې ده چې خندا هغه پیاوړي درمل دي چې هېڅکله نه زړېږي او هر چېرته او هر وخت چې مو زړه وغواړي درسره شته.
خندا د انسان دفاعي سیستم پیاوړي کوي، طبعیت یې ښه ساتي، درد ورکوي او د خپګان له ناوړه اغیزو یې لېري ساتي. څیړنې وايي څوک چې خاندي او خوښ وي عمر یې هم اوږد وي.





















